TOOSnews
اعلان
فرانسه او هسپانیه: د کډوالو د بېرته لېږدولو کمپونه د اروپا له ارزښتونو سره همغږي نه لري.
نړۍټوس نیوز

فرانسه او هسپانیه: د کډوالو د بېرته لېږدولو کمپونه د اروپا له ارزښتونو سره همغږي نه لري.

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د پناه غوښتونکو لپاره د «بېرته ستنولو مرکزونو» د جوړولو د پراخېدونکي طرحې په اړه نیوکه کړې او د دې سیاست د اروپا له بنسټیزو ارزښتونو سره د مطابقت په اړه یې شک څرګند کړی دی. هغه ټینګار کړی چې دا تګلاره نه یوازې له اصولي پلوه د پوښتنې وړ ده، بلکې تر اوسه یې اغېزمنتیا هم نه ده ثابته شوې.

مکرون او د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز د اروپايي اتحادیې د مشرانو په وروستۍ غونډه کې له دې طرحې سره مخالفت وکړ چې له مخې یې د پناه غوښتونکو د ساتنې مرکزونه د اروپايي اتحادیې له پولو بهر جوړ شي. دا دریځ په داسې حال کې نیول شوی چې د اروپایي هېوادونو زیات شمېر حکومتونه د دې ډول سیاست ملاتړ کوي.

د جمعې ورځې په غونډه کې د اروپايي اتحادیې نولس مشرانو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه، چې پکې د اتحادیې د نوو مهاجرتي قوانینو پر بشپړ پلي کېدو ټینګار شوی. دا قوانین د هغو کسانو د ساتلو لپاره د «بېرته ستنولو» په نوم مرکزونو د جوړولو امکان برابروي، چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وي.

د ډنمارک او ایټالیا په مشرۍ یو ائتلاف چې د مهاجرتي سیاست د بهرنیو هېوادونو ته د سپارلو له کلکو ملاتړو څخه ګڼل کېږي، د هغو حللارو د چټک پلي کېدو غوښتنه کوي چې د اروپايي اتحادیې له بهرنیو هېوادونو سره پر همکارۍ ولاړې دي. د دې طرحې ملاتړي باور لري چې دا اقدامات کولی شي د ناقانونه مهاجرت په کنټرول کې مرسته وکړي.

خو مکرون او سانچز په دې باور دي چې دا سیاست د اروپا له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې دی او ښايي د مالي لګښتونو ترڅنګ د اروپايي اتحادیې او د افریقا د ګاونډیو هېوادونو اړیکې هم اغېزمنې کړي.

د فرانسې ولسمشر د غونډې په پای کې وویل چې ډاډه نه دی چې دا سیاست هغه اصول منعکس کړي چې اروپا پرې ولاړه ده. هغه زیاته کړه چې تر اوسه یې د داسې طرحې کوم بریالی مثال نه دی لیدلی او له همدې امله یې د اغېزمنتیا په اړه شک لري.

مکرون همدارنګه ټینګار وکړ چې فرانسه د ناقانونه مهاجرت پر ضد د سختو سیاستونو ملاتړ کوي، خو له هغو مهاجرینو څخه چې له خپل مسیر سره هېڅ تړاو نه لري، نورو هېوادونو ته د لېږد سره موافق نه ده. د هغه په وینا، دا موضوع د بېرته ستنولو د نوي قانون په چوکاټ کې مطرح ده، چې د اروپا له سختو مهاجرتي مقرراتو څخه ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه چې په عملي توګه دا طرحه د هغو کسانو د انتقال په معنا ده چې یا نه غواړي او یا نه شي کولای خپل اصلي هېواد ته ستانه شي، او بیا د هغوی مېشت کول په درېیمو هېوادونو کې چې د مالي مرستو په بدل کې د هغوی منلو ته چمتو کېږي.

د فرانسې ولسمشر همدارنګه د دې سیاست لپاره د «نوښتګرو حللارو» د اصطلاح کارول نقد کړل او ویې ویل چې د بشري حقونو او ارزښتونو په برخه کې باید له داسې اصطلاحاتو سره ډېر احتیاط وشي.

له بلې خوا، پدرو سانچز هم دا مرکزونه د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې «بې اغېزې» او «بې ګټې» حللارې وبللې. هغه وویل چې د دې طرحې عملي کول به د مالي سرچینو د ضایع کېدو لامل شي، هغه سرچینې چې د هغه په وینا اروپا له کمښت سره مخ ده.

سانچز همدارنګه خبرداری ورکړ چې دا سیاست به د مهاجرینو د اصلي او ترانزیت هېوادونو ته ناسم پیغام ورسوي؛ هغه هېوادونه چې د هغه په باور اروپايي اتحادیه باید له هغوی سره همکاري او همغږي لا زیاته کړي.

مکرون هم د دې اندېښنو په تایید سره وویل چې فرانسه به د اروپايي اتحادیې له بودجې څخه د داسې مرکزونو د جوړولو ملاتړ ونه کړي. هغه ټینګار وکړ چې دا طرحې نه په عمل کې اغېزمنې دي او نه هم د اتحادیې له ارزښتونو سره سمون لري.

د فرانسې ولسمشر په پای کې وویل چې اروپا د دې لپاره چې په افریقا کې خپل اعتبار وساتي، باید د خپلو مالي سرچینو د لګولو په څرنګوالي کې ډېر احتیاط وکړي، او نه شي کولای له یوې خوا د پرمختګ او همکارۍ خبرې وکړي او له بلې خوا خپلې بودجې د هماغه هېوادونو په دننه کې د مهاجرینو د بېرته ستنولو مرکزونو په جوړولو ولګوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.