TOOSnews
اعلان
ازادۍ جبهه: د طالبانو تبليغاتي هڅې د خلكو د افكارو په بدلولو كې پاتې راغلي.
افغانستانټوس نیوز

ازادۍ جبهه: د طالبانو تبليغاتي هڅې د خلكو د افكارو په بدلولو كې پاتې راغلي.

۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو مخالفې ازادۍ جبهې ویلي، د طالبانو پراخ تبلیغات او پروپاګند د خلکو د افکارو په بدلولو او د واقعیتونو په تحریفولو کې بریالي شوي نه دي. د جبهې په اعلامیه کې راغلي چې د خلکو پوهاوي او ویښتیا ثابته کړې چې حقیقت له درواغو بېلولای شي او د رواني جګړې ښکار نه کېږي.

جبهې ادعا کړې چې په ټولنیزو شبکو کې د خلکو ملاتړ ښيي، د ازادۍ او د استبداد پر ضد مبارزه د خلکو په ذهنونو کې ژور ځای لري. د اعلامیې له مخې، د خلکو ملاتړ د دوی د جنګیالیو لپاره د مورال او هڅونې مهمه سرچینه ده.

ازادۍ جبهې ټینګار کړی چې د خلکو پوهاوی، له خدای تعالی څخه تر توکل وروسته، د دوی د مبارزې اصلي تکیه ده او ویلي یې دي چې د ازادۍ، عدالت او انساني کرامت تر تحقق پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. طالبانو تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.