TOOSnews
اعلان
له جمهوريت څخه تر طالبانو؛ د امريکا او ناټو په ځېر د پوځي روزنو دوام.
افغانستانټوس نیوز

له جمهوريت څخه تر طالبانو؛ د امريکا او ناټو په ځېر د پوځي روزنو دوام.

۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د دفاع وزارت په وروستیو ورځو کې داسې انځورونه خپاره کړي چې پکې د دې ډلې یو شمېر ځواکونه، په ځانګړي ډول ځانګړي ځواکونه، هغه ډول پوځي تمرینونه ترسره کوي چې د افغانستان د پخواني پوځ له روزنو سره ورته والی لري. په دغو انځورونو کې د طالبانو د پوځ غړي د چورلکو څخه د رسۍ په وسیله ښکته کېږي او ځینې نور له لوړو ودانیو او جوړښتونو څخه ځانګړي پوځي تمرینونه ترسره کوي.

دا ډول تمرینونه پخوا د افغانستان د پخواني حکومت د ځانګړو ځواکونو له خوا هم ترسره کېدل، کوم چې د امریکايي او ناټو روزونکو تر روزنې لاندې وو، او د هغوی انځورونه او ویډیوګانې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپرېدې.

د طالبانو دفاع وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د دې ډلې سلګونه ځواکونه د شپږو میاشتو د کمانډو اړوندو پوځي او عقیدتي زده کړو له بشپړولو وروسته، د “سعد بن ابي وقاص” پوځي روزنیز مرکز، چې د “ځانګړو ځواکونو فرقې” پورې تړاو لري، څخه فارغ شوي دي.

د دغو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د فرقې مرستیال مولوي ممتاز احمد حقاني ویلي چې دا ډله هڅه کوي د “اسلامي نظام” د ساتنې لپاره مسلکي ځواکونه وروزي. همدارنګه د طالبانو د دفاع وزارت لومړي مرستیال حمیدالله اخوندزاده سعید ادعا کړې چې د دې ډلې ځانګړي ځواکونه د طالبانو د حکومت د دفاع توان لري.

هغه نویو فارغ شوو ځواکونو ته ویلي:
«تاسو هغه نسل یاست چې د شهیدانو په وینو کې روزل شوي یاست او سختې او پرمختللې پوځي زده کړې مو بشپړې کړي دي، څو د هر ډول پوځي ماموریت د ترسره کولو وړتیا ولرئ.»

طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې، د پوځي روزنو ترڅنګ، بېلابېل نمایشي پوځي مانورونه هم ترسره کړي دي. په دغو مانورونو کې د طالبانو ځواکونه د امریکايي وسلو لکه “ام فور” ټوپکونو او د پخواني حکومت پاتې هاموي ټانکونو سره ښکاره کېږي.

د جمهوري نظام له سقوط وروسته، طالبانو د پخواني حکومت د پوځي تجهیزاتو، جوړښتونو او امکاناتو لویې برخې ته لاسرسی پیدا کړ، چې پوځ، پولیس او ملي امنیت هم پکې شامل وو. د پخواني حکومت د چټک سقوط له امله، د پوځي تجهیزاتو، روزنیزو مرکزونو او معلوماتي بانکونو یوه د پام وړ برخه پرته له تخریب څخه د طالبانو لاس ته ولوېده.

د راپورونو له مخې، طالبان د پخواني حکومت له هماغه پوځي جوړښتونو او روزنیزو موادو څخه په استفادې، د خپلو ځواکونو یوه برخه روزي. دې ډلې د جمهوري دورې یو شمېر پوځي روزونکي هم د روزنو د دوام لپاره په کار ګومارلي دي.

د طالبانو په روزنیز بهیر کې یوازینی لوی توپیر دا بلل کېږي چې د پوځي زده کړو ترڅنګ یې عقیدتي زده کړې هم زیاتې کړي دي. طالبان په خپلو خبرتیاوو او روزنیزو پروګرامونو کې تل د “جهاد”، “اسلامي شریعت” او د “کفارو” پر ضد د مبارزې پر مفاهیمو ټینګار کوي.

طالبانو د جګړې پر مهال هم د جلب او جذب لپاره له دیني مدرسو او جوماتونو څخه کار اخیست، او اوس هم په خپلو روزنیزو مرکزونو کې پوځي او عقیدتي زده کړې په یو وخت پر مخ وړي.

اوس مهال طالبان د امریکايي سپکو وسلو لکه ام۱۶،ام فور او د شپې لید دوربینونو ترڅنګ، نور تجهیزات لکه زره هي هاموې ټانکونه، بلک‌هاوک چورلکې، ام ډي۵۳۰ او ځینې روسي جوړې شوې چورلکې هم په واک کې لري.

خو راپورونه ښيي چې د دغو تجهیزاتو یوه برخه د پرزو د کمښت، تخنیکي امکاناتو د نشتوالي او د ساتنې او ترمیم په برخه کې د کمزورۍ له امله غیر فعاله شوې ده. سره له دې، طالبان لا هم له کارېدونکو تجهیزاتو څخه ګټه اخلي او د خپلو پوځي وړتیاوو تازه تبلیغاتي انځورونه او ویډیوګانې خپروي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.