د «شهمامې» درېیمه نړیواله ناسته نن، دوشنبې د غبرکولي ۲۵مه، د سویس په جینیوا ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې ترسره کېږي.
د شهمامې سازمان ویلي چې د دې ناستې اصلي محور د جنسیتي عدالت د پرمختګ لارو چارو او د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د حساب ورکونې موضوع ده. دا پروګرام د ښځو د حقونو او ګډون په برخه کې د نظریاتو د تبادلې او عملي حللارو د وړاندې کولو په موخه جوړېږي.
د تنظیموونکو د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې به د ۱۲ څخه د زیاتو هېوادونو استازي، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه او یو شمېر نړیوال بنسټونه برخه واخلي.
تمه ده چې په دې ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي، افغان ښځې، دیپلوماټان، د پالیسۍ جوړوونکي، د بشري حقونو کارپوهان، د نړیوالو سازمانونو استازي او د مدني ټولنې فعالان د افغانستان د ښځو اړوند موضوعاتو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي.
د شهمامې سازمان ویلي چې ګډونوال به د افغانستان د ښځو د اوسني وضعیت، موجودو ننګونو او د سیاست جوړونې د حللارو په اړه خبرې وکړي، څو د ښځو د حقونو، عدالت او معنادار ګډون د پیاوړتیا لپاره لارې چارې وڅېړل شي.
د شهمامې نړیواله ناسته د افغانستان د ښځو اړوند مسایلو د څېړنې، تحلیل او عملي حللارو د وړاندې کولو لپاره یو نړیوال پروګرام دی. د دې ناستې دویمه دوره تېر کال د وږي په میاشت کې ترسره شوې وه، او اوس یې درېیمه دوره د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د پراخ ګډون سره ترسره کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








