TOOSnews
اعلان
جرمني نږدې ٣٠ افغان پناه غوستونكي كابل ته ديبورت كړي دي.
نړۍټوس نیوز

جرمني نږدې ٣٠ افغان پناه غوستونكي كابل ته ديبورت كړي دي.

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

جرمني یو ځل بیا د لیپزیګ/هاله هوايي ډګر له لارې شاوخوا ۳۰ افغان پناه غوښتونکي په یوه چارټر الوتکه کې کابل ته لېږلي دي. د جرمني چارواکو په وینا، دا اقدام د طالبانو له ادارې سره په همغږۍ ترسره شوی او ټول لېږل شوي کسان نارینه دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغې الوتنه کې هغه افغانان شامل وو چې د جرمني بېلابېلو فدرالي ایالتونو د اخراج لپاره معرفي کړي وو. ویل کېږي، په دې کسانو کې ځینې د جنسي تېري، وژنې او جنسي ځورونې په څېر جرمونو له امله محکوم شوي وو.

دغه کسان د شمالي راین ـ ویستفالن، شلېزویګ ـ هولشتاین، بایرن، نیدرزاکسن او بادن ـ وورتمبرګ ایالتونو څخه راټول شوي وو. الوتکه د شپې له خوا د لیپزیګ/هاله هوايي ډګر څخه د کابل پر لور روانه شوې ده.

په همدې حال کې، د هوايي ډګر په ترمینل کې شاوخوا ۳۵ کسان د دې اقدام پر ضد د اعتراض لپاره راټول شوي وو.

د راپورونو له مخې، د دې اخراج حقوقي او اداري بنسټ د جرمني حکومت او طالبانو ترمنځ هغه هوکړه ده چې له مخې یې جرمني کولای شي د کوم منځګړي هېواد له اړتیا پرته افغان پناه غوښتونکي په مستقیم ډول افغانستان ته ولېږي.

جرمني د روان کال په اپرېل میاشت کې هم د یوې چارټر الوتنې له لارې ۲۵ افغان پناه غوښتونکي کابل ته استولي وو. تر دې وړاندې په ۲۰۲۴ کال کې هم ۲۸ افغان نارینه د قطر په مرسته له لیپزیګ څخه کابل ته شړل شوي وو، خو وروسته جرمني په خپلواکه توګه انفرادي او ډله‌ییزې شړنې پیل کړې.

منتقدین وایي، جرمني له یوې خوا طالبان د بشري حقونو د سرغړونو له امله په رسمیت نه پېژني، خو له بلې خوا د عملي اړتیاوو لپاره ورسره تخنیکي او سیاسي تعامل کوي. د افغانستان د سفارتونو لپاره د طالبانو د محدودو دیپلوماټانو منل هم د همدې تعامل یوه برخه بلل کېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر ډوبرېنډټ، ویلي چې لومړیتوب به هغو کسانو ته ورکول کېږي چې مجرمین یا امنیتي ګواښ ګڼل کېږي، خو نوموړي زیاته کړې چې د اخراج دا لړۍ ښايي په راتلونکي کې نوره هم پراخه شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.