TOOSnews
اعلان
قاليباف: امریکا له اوربندنه په سرغړونه سره د کښتيو خونديتوب له کواښ سره مخ کړی.
نړۍټوس نیوز

قاليباف: امریکا له اوربندنه په سرغړونه سره د کښتيو خونديتوب له کواښ سره مخ کړی.

۱۶ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

محمدباقر قالیباف، د ایران د پارلمان رئیس، اعلان کړی چې امریکا او د هغې متحدینو د اوربند د ماتولو او د محاصرې په جوړولو سره د هرمز تنګي د بېړۍ چلولو او د انرژۍ ټرانسپورټي امنیت په خطر کې اچولی دی.

د ایران د پارلمان رئیس سې ‌شنبې، د غویي ۱۵ مه، سهار وختي په ایکس کې په خپل پیغام کې لیکلي: «د هرمز تنګي نوې معادله په تثبیت کې ده.»

هغه زیاته کړې چې د امریکا او متحدینو اقدامات یې، د اوربند ماتول او د محاصرې جوړول، د کښتۍ چلولو او د انرژۍ د انتقال امنیت ته ګواښ رامنځته کړی دی.

قالیباف په پای کې ټینګار کړی چې د شته وضعیت دوام د امریکا لپاره د زغملو وړ نه دی او ویلي یې دي: موږ لا حتی پیل هم نه دی کړی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.