TOOSnews
اعلان
د امریکا او اسلامي جمهوریت ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره په نړۍ کې دتېلو بیې لوړې شوي.
اقتصاديټوس نیوز

د امریکا او اسلامي جمهوریت ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره په نړۍ کې دتېلو بیې لوړې شوي.

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د شخړو د زیاتېدو او د تېلو د صادراتو د مهمو لارو د ګډوډېدو په اړه د اندېښنو له امله، د جمعې په ورځ د نړۍ د تېلو بیې لوړې شوې. د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد د محدودېدو او په سره سمندر کې د بېړیو د تګ راتګ د لارو د ګواښ له امله، د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو اغېز شوی دی.

د برېنټ خام تېلو بیه ۷ سنټه لوړه شوې او د هر بېرل قیمت یې ۸۴ ډالرو او ۳۰ سنټو ته رسېدلې. همدارنګه، د امریکا د وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ خامو تېلو بیه هم ۱۶ سنټه لوړه شوې او د هر بېرل قیمت یې ۷۹ ډالرو او ۱۱ سنټو ته رسېدلی.

د بازار د شمېرو له مخې، د روانې اوونۍ له پیل راهیسې د تېلو دواړه مهم شاخصونه نږدې ۱۲ سلنه لوړ شوي دي. دا زیاتوالی ښيي چې سوداګر د نړۍ په بازار کې د تېلو د عرضې د کمېدو له احتماله اندېښمن دي.

د بیو دغه لوړوالی وروسته له هغه رامنځته شو چې د فارس خلیج په سیمه کې د امریکا او ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ شخړې لا پسې زیاتې شوې. همدارنګه، د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد محدودېدو د نړۍ د تېلو د دوامدارې عرضې په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړي دي.

د انرژۍ نړیوالې ادارې اجرائیه رئیس، فاتح بیرول، ویلي چې د تېلو د عرضې امنیت لا هم د انرژۍ نړیوال بازار له مهمو ننګونو څخه دی. هغه خبرداری ورکړ چې که په راتلونکو اوونیو کې وضعیت ښه نه شي، د نړۍ په کچه به د انرژۍ د امنیت په اړه اندېښنې لا زیاتې شي.

د «آی‌جي» شرکت شنونکو هم ویلي، که د امریکا د خامو تېلو بیه د اویا ډالرو له منځنۍ کچې پورته پاتې شي، نو امکان لري چې د هر بېرل بیه یې د اتیا ډالرو منځنۍ کچې ته لوړه شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.