په تېرو کلونو کې د افغانستان د صنعتکارانو پام د کثافاتو د بیا کارونې پروسې ته زیات شوی دی، په داسې حال کې چې په ځینو صنعتي ښارګوټو کې د تولید یوه برخه له بیا کارېدونکو موادو څخه ترلاسه کېږي. اوس مهال لسګونه کارخونې د کثافاتو د بیا کارونې په برخه کې فعالیت لري، چې په دې کې د پلاستیک، فلزاتو او ټایرونو کثافات شامل دي، او په اقتصادي بحران او پراخې بېکارۍ کې هڅه کوي چې دغه ضایع شوي مواد بېرته د تولید په دوران کې شامل کړي.
په تېرو وختونو کې د پلاستیک کثافات او کارېدلي ټایرونه د ښارونو په څنډو او د سړکونو په غاړو کې ټولېدل یا په کورونو، حمامونو او تنورونو کې د سون لپاره کارول کېدل. د دې توکوو د سوځولو له امله رامنځته شوی لوګی د هوا د ککړتیا یوه مهمه سرچینه وه، په ځانګړې توګه په ژمي کې؛ داسې ککړتیا چې تل د کابل او نورو ښارونو د اوسېدونکو شکایتونه یې راپارولي دي. خو اوس د دې کثافاتو یوه برخه د سوځولو پر ځای د بیا کارونې کارخونو ته لېږدول کېږي.
د کابل په «شنو صنایع» صنعتي ښارګوټي کې د موټرو ټایرونو د بیا کارونې یوه کارخونه فعالیت کوي. په دې کارخونه کې سلګونه زاړه ټایرونه راټول شوي او کارګران یې د تېز بوی او د ټوټو کولو او ویلې کولو د ماشینونو په منځ کې د بیا کارونې لپاره تیاروي. دغه کارخونه د زړو ټایرونو د ویلولو په وسیله د نفتي قیر، سکاره، تار او مېخ تولیدوي او سلګونه کسان په دې برخه کې کار کوي.
عزیزخان خروټي، د دې کارخونې مسؤل، وایي چې د ورځې شاوخوا ۴۰ ټنه ټایرونه د بیا کارونې لپاره دې کارخونې ته راوړل کېږي او شاوخوا ۲۰۰ کسان په بېلابېلو برخو کې کار کوي. هغه ټینګار کوي چې که تولید شوی قیر د کورنۍ سړک جوړونې پروژو کې وکارول شي، نو د پانګونې کچه به لوړه شي او کاري فرصتونه به نور هم پراخ شي.
د کابل ترڅنګ، هرات ښار هم د افغانستان د بیا کارونې مهم مرکز ته بدل شوی دی. د دې ولایت په صنعتي ښارګوټي کې لسګونه کاخونې د پلاستیک او فلزاتو د بیا کارونې په برخه کې فعالیت کوي. عبدالقدیر امیري، د دې برخې یو صنعتکار، وایي چې په ورځ کې تر ۱۰ ټنه پلاستیک کثافات د هغه کارخونې کې بیا کارونې لپاره چمتو کیږي او دې پروسې د لسګونو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابروي.
د افغانستان د چاپېریال پوهان خبرداری ورکوي چې د ټایر او پلاستیک سوځول د زهرجنو ګازونو د تولید لامل کېږي او د تنفسي ناروغیو کچه زیاتوي. له همدې امله، د بیا کارونې د صنعت پراخول د هوا د ککړتیا کمولو او د چاپېریال د ساتنې لپاره مهم اقدام ګڼل کېږي. خو، د د کثافاتو پرمختللو د مدیریت سیسټمونو نشتوالی او د سرچینې څخه د جلا کولو کلتور نه شتون، لا هم د دې برخې مهمې ستونزې دي.
په ټوله کې، د افغانستان د بیا کارونې صنعت په یو نوي اقتصادي زنځیر بدلېږي؛ یو زنځیر چې د ښارونو په کچه د کثافاتو د راټولولو څخه پیل کېږي او تر دې پورې دوام لري چې دا مواد په کارخونو کې د کارونې وړ شي. که څه هم دغه صنعت لا هم په لومړنی پړاو کې دی، خو د ډېرو پانګوالو لپاره کثافات نور د ضایع شوو موادو په توګه نه، بلکې د تولید، کار او عاید سرچینه ګڼل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








