TOOSnews
اعلان
په غزني كې د كورنيو توليداتو نندارتون پرانیستل شو.
اقتصاديټوس نیوز

په غزني كې د كورنيو توليداتو نندارتون پرانیستل شو.

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په غزني ولایت کې د کورنیو تولیداتو دویم درې ورځنی نندارتون د چهارشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شو. د طالبانو ځايي مسوولین وايي، د دغه نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د صنعتي تولیداتو معرفي، د پانګونې جذب او د بازارموندنې پیاوړتیا ده.

د پرانېستې په مراسمو کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستیال شهاب‌الدین ثاقب وویل، د صنعت د پراختیا لپاره په ټول هېواد کې ۱۶۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې او ژر به په غزني کې هم د صنعتي پارک د جوړېدو چارې پیل شي. هغه له خلکو وغوښتل چې د کورنیو تولیداتو په کارولو سره له داخلي صنعت څخه ملاتړ وکړي.

بلخوا، د غزني د صنعت او سوداګرۍ ریاست لپاره د طالبانو رییس عبدالرحمان احمدي وویل، دا مهال په دغه ولایت کې ۱۲۰ لویې او کوچنۍ تولیدي کارخونې فعالیت لري، خو د منظم صنعتي ښارګوټي د نشتوالي له امله د ښار په بېلابېلو سیمو کې خواره واره دي.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د والي مرستیال سردار محمد مدني له صنعتکارانو او سوداګرو غوښتي، خپل تولیدات په لوړ کیفیت بازار ته وړاندې کړي او خلکو ته د کار فرصتونه برابر کړي.

په همدې حال کې، د نندارتون یو شمېر ګډونوالو د برېښنا کمښت، د منظم صنعتي ښارګوټي نشتوالی او د بازارموندنې ستونزې د خپلو فعالیتونو پر وړاندې مهمې ننګونې وبللې او له اړوندو چارواکو یې د دغو ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.