TOOSnews
اعلان
طالبانو په هرات كې د مالګې كان ۱۵ كلن تړون د ٣۱۵،۶ ميليونه افغانيو په پانګونه لاسليک كړ.
اقتصاديټوس نیوز

طالبانو په هرات كې د مالګې كان ۱۵ كلن تړون د ٣۱۵،۶ ميليونه افغانيو په پانګونه لاسليک كړ.

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې کان د لومړي بلاک تړون د ۳۱۵.۶ میلیونه افغانیو په پانګونه د ۱۵ کلونو لپاره له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د یاد کان لومړی بلاک ۱۰.۲۴۱۱۴ کیلومتره مربع مساحت لري او د کان د کیندنې او پروسس چارې به د تړون له مخې یاد شرکت ترسره کوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، د تړون له مخې به شرکت د هر ټن مالګې په بدل کې ۱۵۰۰ افغانۍ رویالټي ورکوي او خپلې چارې به د کانونو د قانون، تړون او اړوندو کړنلارو له مخې پر مخ وړي.

د وزارت په وینا، شرکت به د رویالټۍ تر ورکولو سربېره د ټولنیزو خدمتونو په بېلابېلو برخو کې ۵ میلیونه افغانۍ هم ولګوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت زیاتوي، د دې پروژې له پلي کېدو سره به ګڼ شمېر کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.