TOOSnews
اعلان
د صنعت او كانونو نندارتون كې د یو ميليارد ډالرو په ارزښت ۵۰ هوكړه  ليكونه لاسليک شوي.
اقتصاديټوس نیوز

د صنعت او كانونو نندارتون كې د یو ميليارد ډالرو په ارزښت ۵۰ هوكړه ليكونه لاسليک شوي.

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د صنعت او کانونو د اونۍ د پنځم نړیوال نندارتون پر مهال د افغانستان د خصوصي سکټور، ایران او یو شمېر نورو بهرنیو لوریو ترمنځ د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت ۵۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۶مه، د نندارتون د پای مراسمو کې وویل چې د صنعتي سکټور د ملاتړ لپاره یې د صنعتي ماشین‌آلاتو ګمرکي تعرفې راکمې کړي، د فابریکو د اړتیا وړ خام مواد یې له ګمرکي محصول څخه معاف کړي او د صنعتي ښارګوټو د پراختیا او د فعالیت جوازونو د صادرولو بهیر د اسانتیا لپاره یې عملي ګامونه اخیستي دي.

عزیزي زیاته کړه، طالبان په پام کې لري چې د عوایدو مالیه له ۲۰ سلنې څخه ۱۰ سلنې ته راکمه کړي او د نویو صنعتي پانګونو لپاره پنځه کلن مالیاتي معافیت هم رامنځته کړي.

هغه له صنعتکارانو وغوښتل چې په غیرمجازو سیمو کې د فابریکو له جوړولو ډډه وکړي، له «ناسمې سیالۍ» ځان وساتي او د خپلو تولیداتو بیې په مناسب ډول وټاکي.

د صنعت او کانونو د اونۍ پنځم نړیوال نندارتون د چنګاښ په ۱۰مه په کابل کې پرانیستل شوی و. د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پرانیستې مراسمو کې ویلي وو، چې د کورنیو تولیداتو ننداره د افغانستان د صنعتي ودې څرګندونه کوي.

په دې نندارتون کې په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي هم ګډون کړی و. هغه ویلي وو چې د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې په رغنده لوري روانې دي او د دواړو هېوادونو او سیمې د همکاریو د پراختیا لامل ګرځي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.