د افغانستان د ورزش ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ګلابالدین خپلواک د هېواد له مرکز او ولایتونو څخه د سنوکر د استازو د اکثرو رایو په ترلاسه کولو سره، د افغانستان د سنوکر ملي فدراسیون د سرپرست په توګه وټاکل شو.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د فدراسیون د سرپرست د ټاکلو بهیر د سنوکر د ټولو استازو په حضور کې ترسره شو او خپلواک وتوانېد چې تر ټولو زیاتې رایې ترلاسه کړي او د دغه فدراسیون د رهبرۍ مسؤلیت پر غاړه واخلي.
ګلابالدین خپلواک تر دې وړاندې د افغانستان د سنوکر ملي فدراسیون د تخنیکي مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.
لیکواله:سلیمه آریایي








