د ګلوبل سوپر لیګ (GSL 2026) د کرکټ سیالیو پایلوبه د افغان لوبغاړو محمد نبي او رحمنالله ګربز د لوبډلې «ګیانا امازون واریورز» په اتلولۍ پای ته ورسېده.
ګیانا امازون واریورز په یوه بېسارې او له هیجانه ډکه پایلوبه کې د سان فرانسسکو یونیکارنز پر وړاندې یوازې د ۸۵ منډو هدف په بریالیتوب سره دفاع کړ او سیالې لوبډلې یې په ۷۹ منډو وسوځوله. په دې سره یې د شپږو منډو په توپیر تاریخي بریا خپله کړه.
دا د نارینهوو د شل اوریز کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په یوه پایلوبه کې د ۸۵ منډو په څېر دومره کم هدف په بریالیتوب دفاع کېږي، چې دا یې تاریخي ارزښت لا زیات کړی دی.
افغان الراونډر محمد نبي د ټورنمنټ په اوږدو کې د خپل اغېزناک او برخلیک ټاکونکو لوبو له امله د سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه وګټله. رحمنالله ګربز هم د ګیانا امازون واریورز د اتلولۍ په سفر کې مهم رول ولوباوه.
لیکوال:سعید سمیر








