سیاسي فعال حبیبالرحمن حکمتیار د طالبانو پر اوسنیو پالیسیو سختې نیوکې کړي او خبرداری یې ورکړی چې د ملي بنسټونو او ولسي مشروعیت له منځه وړل به هېواد له جدي امنیتي ننګونو سره مخ کړي.
هغه د خپلې اېکس پاڼې په یوه تازه څرګندونه کې ویلي، د ملي اردو، لویې جرګې، ملي شورا، ملي سرود او د ولسي مشروعیت د حذف کولو له امله به واکمن نظام د امنیتي ګواښونو پر وړاندې کمزوری شي او د ناامنۍ د مهار وړتیا به له لاسه ورکړي.
حکمتیار د بدخشان وروستیو نښتو او امنیتي تحرکاتو ته په اشارې ویلي، که د واک د انحصار پر ځای د تفاهم او مشارکت لاره غوره نه شي، ورته چریکي بریدونه او وسلهوال تحرکات به نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.
د نوموړي په وینا، د دې وضعیت دوام به د پوځي پوستو د سقوط، د اکمالاتي لارو د تړل کېدو او د ناڅاپي بریدونو د زیاتېدو لامل شي.
هغه زیاته کړې، که څه هم افغانان د جګړې او ناامنۍ پلویان نه دي، خو د ده په باور، د هېواد ټول وګړي حق لري چې د خپل سیاسي برخلیک په ټاکلو کې ونډه ولري.
حبیبالرحمن حکمتیار په پای کې ټینګار کړی، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي او د واک انحصار پای ته ونه رسېږي، د هر ډول احتمالي ناوړه پایلو مسؤلیت به د تاریخ، خلکو او نړیوالې ټولنې پر وړاندې د طالبانو پر غاړه وي.
لیکوال:سعید سمیر








