یو لوړه پوړي سایبر امنیت کارپوه خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام ممکن د سایبري حملو او آنلاین درغلیو د پراخېدو سره مخ شي.
اوفر زیلبیګر، د اروپا، منځني ختیځ او افریقا د سیمې د «بی دي او» شرکت د سایبر امنیت څانګې مشر، ویلي چې لوی سپورتي پېښې معمولا د درغلیو هڅې ۳۰ تر ۴۰ سلنه زیاتوي، او راتلونکی نړیوال جام احتمالاً د جیوپالیټیکي تناوونو له امله د لا ډیرو ګواښونو سره مخ وي.
د هغه په وینا، دغه حملې کولی شي هم د دولتي زیربناوو او هم د عادي اتباعو هدف وګرځي. هوايي ډګرونه، د ترانسپورټ شبکې، د ټکټونو پلور سیسټمونه او رسمي ویبسایټونه د احتمالي سایبري حملو هدفونه دي.
زیلبیګر خبرداری ورکړ چې هکران ممکن د رینسمویر (باج غوښتونکي سافټویر)، د خدماتو مداخله کوونکي انټرنېټي حملې او نفوذ کمپاینونه د ګډوډۍ او د عامه نظر اغیزمنولو لپاره وکاروي. هغه همدارنګه وویل چې د مصنوعي ذکاوت وسیلې د سایبري حملو پیچلتیا زیاته کړې او د پېژندلو یې ستونزمنه کړې ده.
دغه سایبر امنیت کارپوه زیاته کړه چې د جعلي ټکټونو، درغلي سفر بستهګانو او بانکي معلوماتو غلا سره تړلي درغلي د نړیوال جام په درشل کې زیاتېږي. همدارنګه ځینې جعلي اپلیکیشنونه چې د سیالیو وړیا خپرونه ورکوي، کولی شي د کاروونکو په وسایلو کې مالویر یا جاسوسي وسایل نصب کړي.
هغه د فوټبال مینهوالو ته وویل چې د ناڅرګندو لینکونو پرانستلو څخه ډډه وکړي، خپل بانکي معلومات یوازې په باوري ویبسایټونو کې داخل کړي، او د پیغامونو او ایمیلونو اصالت مخکې له دې چې ځواب ورکړي وڅیړي.
زیلبیګر ټینګار وکړ چې د ساده امنیتي لارښوونو مراعت کول لا هم د سایبري زیانونو او آنلاین درغلیو مخنیوي تر ټولو مؤثره لاره ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








