کرزی: د افغانستان د خپلواکۍ ساتنه د لوستو ځوانانو، نجونو او هلکانو په شتون کې ممکنه ده.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د هېواد د خپلواکۍ ساتنه هغه مهال ممکنه ده چې افغانستان د لوستو ځوانانو، نجونو او هلکانو، له ځواک او وړتیا څخه برخمن وي.
کرزي، چهارشنبې د زمري په ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې یو ځل بیا د هېواد د ټولو وګړو لپاره د زدهکړو د فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي، که څه هم د خپلواکۍ ترلاسه کول ارزښتناک دي، خو د هغې ساتنه هغه مهال ممکنه ده چې افغانستان یو پیاوړی هېواد وي او پر خپلو وړتیاوو او امکاناتو تکیه ولري.
کرزي ټینګار کړی چې د یوه هېواد ځواک له تلپاتې سولې او ثبات، ملي یووالي او د لوستو ځوانانو له شتون سره تړاو لري. د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره باید ټولو ته د زدهکړو زمینه برابره شي.
هغه د افغانستان د ټولو بچیانو، نجونو او هلکانو، لپاره د زدهکړو د فرصتونو د برابرولو غوښتنه کړې او زدهکړې یې د هېواد د پیاوړتیا او پرمختګ له مهمو عواملو څخه بللي دي.
حامد کرزي تر دې وړاندې هم څو ځله له طالبانو غوښتي چې پر زدهکړو او د ښځو او نجونو پر کار یې لګېدلي محدودیتونه لغوه کړي، څو د افغانستان لپاره د لا ښه او باثباته راتلونکي زمینه برابره شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبان د افغانستان د خپلواکۍ هغه کلیزه لمانځي چې د امانالله خان د واکمنۍ پر مهال ترلاسه شوې وه. امانالله خان د ښځو له زدهکړو او د هغوی له برابرۍ ملاتړ کاوه. د هغه د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د نجونو لومړنی ښوونځی جوړ شو او د ښځو لپاره د حجاب د انتخاب زمینه هم له دربار څخه پیل شوه.
لیکواله:سلیمه آریایي








