د طالبانو د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر، محمد خالد حنفي، ادعا کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په افغانستان کې د عیسویت د تبلیغ سلګونه مرکزونه فعال وو، خو د دوی له بیا واکمنېدو وروسته دغه ټول مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د حنفي یو شاوخوا یو نیم دقیقهییز غږیز کلپ خپور کړی، خو دا یې نه دي روښانه کړي چې نوموړي دغه څرګندونې څه وخت او په کوم ځای کې کړي دي. په ورته وخت کې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویلي چې محمد خالد حنفي د یکشنبې په ورځ د کندوز په مرکز کې د بدخشان، تخار، بغلان او کندوز ولایتونو له دیني عالمانو، قومي مشرانو، متنفذینو او سیمهییزو مسوولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړې ده.
حنفي په خپل غږیز پیغام کې ویلي، هغه حکومت چې پکې امربالمعروف او نهی عنالمنکر نه وي، اسلامي نظام نه بلل کېږي. د هغه په وینا، د اسلامي نظام بنسټ د امربالمعروف او نهی عنالمنکر پر اصل ولاړ دی.
نوموړي همداراز ادعا کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په افغانستان کې د عیسویت د تبلیغ سلګونه مرکزونه موجود وو، خو اوس ټول له منځه تللي دي. هغه زیاته کړې چې په تېرو شلو کلونو کې یوازې پوځي حضور نه و، بلکې د ده په وینا، «فکري او عقیدوي یرغل» هم روان و او خلکو ته د یهودیت او عیسویت د تبلیغ ترڅنګ مالي امتیازات هم ورکول کېدل.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د امربالمعروف قانون د تطبیق، د منکراتو د مخنیوي او د شرعي احکامو د عملي کېدو په اړه خبرې شوي دي. حنفي ګډونوالو ته ویلي، که خلک د دین له احکامو ناخبره پاتې شي، نو مسوولین به یې د الله تعالی پر وړاندې ځواب ویونکي وي، او ټینګار یې کړی چې د شریعت د بشپړ تطبیق لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








