TOOSnews
اعلان
حقاني: د محرم به ورځو كې دې امنيتي تدابير لا پياوري شي.
افغانستانټوس نیوز

حقاني: د محرم به ورځو كې دې امنيتي تدابير لا پياوري شي.

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په مشرۍ د عاشورا د مراسمو د امنیت د ټینګښت په موخه ناسته ترسره شوې ده.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې دا ناسته د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۷مه شوې او پکې د وزارت معینانو، رییسانو او د بېلابېلو ریاستونو مسوولینو ګډون کړی و. د ناستې په ترڅ کې د امنیتي موضوعاتو ترڅنګ پر نورو اړوندو مسایلو هم بحث وشو.

قانع زیاته کړې، چې سراج الدین حقاني په دې غونډه کې د محرم الحرام میاشتې په جریان کې د هېوادوالو د امنیت د خونديتوب لپاره د جدي او لازمو تدابیرو پر نیولو ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي: «د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د لا ټینګښت لپاره باید جدي هڅې وشي او ټول امنیتي ځواکونه باید د ولس د باور د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.»

همداراز په ناسته کې له جرمونو سره د مبارزې ریاست لپاره د تخنیکي وسایلو برابرولو او د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو موضوع هم یاده شوې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.