حشمت الله شهیدي ویلي، له خپل هېواد سره ژوره او لېونۍ مینه لري او باور لري چې همدې دریځ له امله یې ځینې کسان د شهرت او نوم د زیانمنولو هڅې کوي.
شهیدي په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې له افغانستان سره مینه یې د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ده او هېڅ ډول نیوکې یا منفي تبلیغات به یې له خپل دریځ څخه پر شا نه کړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپټان زیاته کړې چې تل به د خپل هېواد د نوم لوړولو لپاره هڅه کوي او د خلکو ملاتړ ورته ستره ځواکمنه وسیله ده.
لیکوال:سعید سمیر








