د ایران د روغتیا بیمې ادارې مشر،محمد مهدي ناصحي اعلان کړی چې په ایران کې د آمایش کارت لرونکو افغان کډوالو د استوګنې د مودې غځول به د روغتیا بیمې د ونډې له ورکړې سره تړلي وي. د هغه په وینا، د آمایش کارت لرونکو کډوالو لپاره د دې بیمې بیه د ایراني وګړو د روغتیا بیمې په پرتله ۸۰ سلنه لوړه ټاکل شوې ده.
یاده روغتیایي بیمه یوازې هغو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته ورکول کېږي چې د آمایش کارت ولري. آمایش کارت په ایران کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د لنډمهالې استوګنې یو رسمي سند دی او د استوګنې، کار، زده کړو او روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره کارول کېږي.
ناصحي له ایراني رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ټول بهرني اتباع چې قانوني استوګنه او آمایش کارت لري، باید د بنسټیزې روغتیا بیمې تر پوښښ لاندې راشي، او د دوی د استوګنې د مودې تمدید به د بیمې د حق الزحمې له ورکړې سره تړاو ولري.
د دې طرحې له مخې، د آمایش کارت لرونکي کډوال به مکلف وي چې د روغتیا بیمې لپاره ټاکلې اندازه پیسې ورکړي، ترڅو د روغتونونو، روغتیايي مرکزونو او درملتونونو د خدماتو د کارولو پر مهال د دوی د درملنې د لګښتونو یوه برخه د بیمې له خوا ورکړل شي.
د ایران د روغتیا بیمې ادارې مشر د افغان کډوالو لپاره د بیمې دقیقه اندازه نه ده اعلان کړې، خو د ۱۴۰۵ کال د تعرفو له مخې د ایراني وګړو لپاره د روغتیا بیمې کلنی بشپړ حق بیمه ۴ میلیونه او ۸۱۰ زره او ۳۲۰ تومانه ټاکل شوې ده. د آمایش کارت لرونکو لپاره د ۸۰ سلنه زیاتوالي په پام کې نیولو سره، د دوی د روغتیا بیمې کلنی لګښت شاوخوا ۸ میلیونه او ۶۶۰ زره تومانو ته رسېږي.
ناصحي همدارنګه ویلي چې اوس مهال له ۱۰۰ زرو څخه کم آمایش کارت لرونکي افغان کډوال، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د مالي ملاتړ په مرسته، د زیان منونکو قشرونو د روغتیا بیمې تر پوښښ لاندې دي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو د مرکز د مشر د معلوماتو له مخې، په ټولیز ډول ۷۷۱ زره او ۶۲۴ کسان په ایران کې د آمایش په نوم د پناه غوښتنې کارت لري.
د دغو شمېرو له مخې، د آمایش کارت لرونکو له ډلې ۲۱۹ زره کسان په تهران کې ژوند کوي، چې په ایران کې د آمایش کارت لرونکو تر ټولو لویه ټولنه جوړوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








