TOOSnews
اعلان
هبت اللّه د طالبانو پر دولتي كاركوونكو د ځيركو موبايلونو كارول منع كړل.
افغانستانټوس نیوز

هبت اللّه د طالبانو پر دولتي كاركوونكو د ځيركو موبايلونو كارول منع كړل.

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د عدلیې وزارت د یوه سند له مخې، د دې ډلې مشر هبت‌الله اخوندزاده په نوي شفاهي حکم کې پر ټولو طالبانو او دولتي کارکوونکو د ځیرکو موبایلونو کارول بند کړي دي. په سند کې راغلي چې له دې امر څخه سرغړوونکي کسان به مجرمین وبلل شي او قانوني تعقیب به یې وشي.

د یاد حکم له مخې، هغه کسان چې د ځیرکو موبایلونو د کارولو له بندیز څخه سرغړونه وکړي، نظامي محاکمو ته به معرفي کېږي.

په سند کې ویل شوي چې دا پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې د نظامي معاونیت اړوند د اتو زونونو د نظامي محاکمو رییسانو ته د امنیه قوماندانانو او د استخباراتو د رییسانو په حضور کې ابلاغ شوې ده.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د اتو زونونو د نظامي محاکمو رییسان مکلف شوي چې د دغه حکم د عملي کېدو په اړه د طالبانو مشرتابه ته ډاډ ورکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.