د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د سوېلي زون د پنځو ولایتونو له مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په کندهار کې په لیدنه کې ویلي، د طالبانو د «جهاد» له مهمو موخو څخه یوه د معروفاتو اقامه او د منکراتو ازاله ده.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه د امربالمعروف قانون د تطبیق، د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او د منکراتو د مخنیوي په موخه جوړه شوې وه.
هبتالله اخوندزاده د امربالمعروف او نهې عنالمنکر دنده د ټولو لومړنۍ دنده وبلله او ویې ویل، دیني عالمان، مسوولین او مخور د دین د تطبیق او د ټولنې د اصلاح په برخه کې ځانګړی مسوولیت لري. هغه له علماوو وغوښتل چې د دین د نافذولو او د خلکو د اصلاح لپاره فعاله ونډه واخلي.
په همدې غونډه کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزیر محمد خالد حنفي هم وویل، د اسلامي نظام ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی او د ټولنې اصلاح یوازې د حکومت په هڅو نه عملي کېږي، بلکې دیني عالمان، قومي مشران او د ټولنې مخور باید د خلکو د دیني پوهاوي او اخلاقي روزنې لپاره همکاري وکړي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سوېلي زون دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو له یاد وزارت سره د همکارۍ ژمنه کړې او ویلي یې دي چې د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او د امربالمعروف قانون د عملي کېدو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۸مه د بشریت ضد جنایتونو په تور د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د دغې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړی و. محکمې ویلي، دواړه د ښځو، نجونو او نورو وګړو پر وړاندې د جنسیت او سیاسي دلایلو پر بنسټ په سیستماتیکې ځورونې کې د خپل رول له امله تر عدلي تعقیب لاندې دي.
لیکوال:سعید سمیر








