د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی چې د دې ولایت د اختیارالدین کلا «ارګ» دننه یې د تاریخي ډبرو د ساتنې او نندارې لپاره دوه ځانګړي سالونونه بېرته پرانیستي دي. د دغو سالونونو د جوړېدو موخه د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو جذب او د تاریخي آثارو د ښه لیدنې زمینه برابرول ښودل شوې ده.
د یاد ریاست مسوولین وایي چې په دغو دوو سالونونو کې ۲۲۰ تاریخي ډبرې ساتل کېږي، چې د ځینو عمر له ۵۰ څخه تر ۶۰۰ کلونو پورې رسېږي. په دې آثارو کې د ډبرو لیکنې او د بېلابېلو دورو تاریخي نمونې شاملې دي.
د مسوولینو په وینا، د دغو سالونونو جوړول د فرهنګي میراثونو د ساتنې او د هرات د تاریخي آثارو د معرفي کولو د پروګرامونو یوه برخه ده. هغوی ټینګار کړی چې د دغو آثارو نندارې ته وړاندې کول کولای شي په دې ولایت کې د فرهنګي ګرځندوی د ودې لپاره مهم رول ولوبوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








