د سعودي خبریالانو د ټولنې رئیس، عضوان الاحمری، د پاریس په نړیوال مطبوعاتي کانګرس کې د ترسره شوي انتخاباتو په ترڅ کې بریالی شو، او په دې توګه سعودي عربستان لومړی ځل وکولی شول چې د نړیوالو خبریالانو د فدراسیون په اجرائیوي کمیټه کې غړیتوب ترلاسه کړي.
د عرب نیوز د راپور له مخې، دا لاسته راوړنه کولی شي د سعودي عربستان حضور په نړیوالو رسنیو بنسټونو کې پیاوړی کړي او دې هېواد ته په نړیواله کچه د خبریالۍ د رول پراخولو زمینه برابره کړي.
عضوان الاحمری دا بریا د نړیوالو اتحادیو او مسلکي بنسټونو د سعودي خبریالانو ټولنې پر باور نښه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا بریا د ټولنې د هیئت مدیر او د عمومي دفتر د ګډو هڅو پایله ده.
د سعودي خبریالانو ټولنه په ۲۰۰۳ کال کې تاسیس شوې او په وروستیو کلونو کې یې هڅه کړې چې په سیمهایزو او نړیوالو رسنیو بنسټونو کې فعال حضور ولري.
د سعودي خبریالانو ټولنې رئیس همدارنګه وویل چې دې ټولنې مخکې د لویدیځې آسیا د خبریالانو د اجرائیوي دفتر له لارې خپل ځای په نړیواله کچه تثبیت کړی و، او اوس یې دغه حضور پراخوي.
هغه ټینګار وکړ چې د سعودي خبریالانو ټولنه به د سعودي عربستان د حضور د پراختیا لپاره په نړیوالو رسنیو حلقو کې هڅې جاري وساتي.
دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته شوی چې سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې په نړیوالو بنسټونو کې، په ځانګړي ډول په رسنیو او اړیکو برخو کې، فعاله ونډه ولري.
په وروستیو انتخاباتو کې د ۱۴۸ هېوادونو استازو ګډون کړی و، او یوازې ۱۶ کاندیدانو د دې فدراسیون په اجرائیوي کمیټه کې غړیتوب ترلاسه کړ.
د دې بریا سره، سعودي عربستان کولی شي په راتلونکو څلورو کلونو کې د نړیوالو خبریالانو د فدراسیون په پالیسیو او تګلارو کې برخه واخلي او خپل حضور په نړیوالو خبریالۍ حلقو کې پیاوړی کړي.
نړیوال د خبریالانو فدراسیون، چې په ۱۹۲۶ کال کې تاسیس شوی، د نړۍ تر ټولو لوی د خبریالانو سازمان دی او شاوخوا ۶۰۰ زره رسنیزې فعالې ډلې د ۱۸۷ اتحادیو او ټولنو له لارې په ۱۴۰ څخه زیاتو هېوادونو کې استازیتوب کوي.
د دې فدراسیون اجرائیوي کمیټه په ټوله نړۍ کې د خبریالانو اړوند مسایلو ته د غبرګون د څرنګوالي او لومړیتوبونو په ټاکلو کې مهمه ونډه لري، او د سعودي عربستان لومړی حضور په دې بنسټ کې د دې هېواد د رسنیو ډیپلوماټیک بدلون ګڼل کېږي.
د سعودي عربستان استازو هیئت په پاریس کې په نړیوال مطبوعاتي کانګرس کې د عضوان الاحمری په مشرۍ، او د هیئت د نورو غړو لمی الشثری، می الشریف، او حامد الشهری په ګډون ګډون کړی و.
لیکواله:سلیمه آریایي








