په سانفرانسیسکو کې مېشتې د روبوټيک يوې کمپنۍ، چې د ټرمپ له کورنۍ سره تړاو لري، د پوځي او صنعتي کارونو لپاره د انساننما روبوټونو پر جوړولو کار پيل کړی دی. دغې کمپنۍ اعلان کړی چې د دې روبوټونو ځينې لومړنۍ نمونې په اوکراين کې ازمویل شوي دي او په راتلونکي کې به د امريکا د پوځ په ازمايښتي پروګرامونو کې هم وکارول شي.
د سياېنبيسي د راپور له مخې، د «فاونډېشن فيوچر اېنډسټريز» شرکت په ۲۰۲۴ کال کې جوړ شوی او موخه يې د داسې روبوټونو جوړول دي چې وکولای شي په خطرناکو چاپېريالونو، لکه د جګړې په ډګرونو او درنو صنعتونو کې، بېلابېلې دندې ترسره کړي.
د شرکت اجرائيوي رئيس سانکيټ پاټک ويلي چې د انساننما روبوټونو ټکنالوژي اوس داسې پړاو ته رسېدلې چې په ځينو خطرناکو ماموريتونو کې د انسانانو ځای ناستې کېدای شي او د انسانانو لپاره شته ګواښونه راکم کړي.
دغه شرکت د «فانټم ام کې ـ ۱» په نوم دوه روبوټونه د ازموينې لپاره اوکراين ته استولي دي. دا ازموينې د امريکا د حکومت په ملاتړ او د اوکراين د چارواکو په همکارۍ ترسره شوې دي او اصلي تمرکز يې په خطرناکو سيمو کې د تجهيزاتو لېږد و.
د شرکت د مسؤلينو په وينا، دغه روبوټونه د بېلابېلو وسايلو او بارونو د لېږد وړتيا لري؛ هغه دنده چې په جګړهييزو شرايطو کې معمولاً د پوځي ځواکونو لپاره له جدي ګواښ سره مل وي. خو د روبوټ اوسنی ماډل لا هم له ځينو محدوديتونو سره مخ دی. د بار وړلو ظرفيت يې شاوخوا ۲۰ کيلوګرامه دی، د اوبو پر وړاندې مقاومت نه لري او د بټرۍ توان يې د اوږدمهالو ماموريتونو لپاره کافي نه بلل کېږي.
فاونډېشن فيوچر اېنډسټريز اعلان کړی چې غواړي د «فانټم ۲» په نوم پرمختللې نسخه سږ کال اوکراين ته واستوي. د شرکت د اجرائيوي رئيس په وينا، دا ماډل به زياتې وړتياوې ولري او د بار وړلو ظرفيت به يې د پخوانۍ نسخې په پرتله نږدې دوه برابره وي.
دغه شرکت تر اوسه د حکومت له لوري د ۲۴ ميليونه ډالرو په ارزښت د څېړنيزو قراردادونو ترلاسه کولو توانېدلی دی. دا قراردادونه په پوځ، سمندري ځواکونو او هوايي ځواک کې د روبوټونو د کارونې پر څېړنه تمرکز لري، لکه د تفتیش، د تجهيزاتو د لېږد او د وسلوالو سيستمونو د چلولو برخې.
د ډونالډ ټرمپ زوی، اريک ټرمپ، په دې وروستيو کې د شرکت د ستراتيژيک سلاکار په توګه ورسره يوځای شوی دی. دې موضوع د الېزابېت وارن نيوکې راپارولې دي. هغې د دې شرکت لپاره ورکړل شوي حکومتي قراردادونه «څرګند فساد» بللي دي.
د شرکت وياند د دغو نيوکو په ځواب کې ويلي چې اريک ټرمپ له رسمي ګومارنې مخکې هم د سلاکار او پانګهاچوونکي په توګه له شرکت سره همکاري لرله.
سياېنبيسي راپور ورکړی چې شرکت هڅه کوي خپله ټکنالوژي د امريکا او چين تر منځ د ستراتيژيکې سيالۍ يوه برخه معرفي کړي. د شرکت اجرائيوي رئيس هم ويلي چې د دوی هدف د داسې روبوټونو جوړول دي چې د چين له ورته روبوټونو پياوړي وي او د امريکا د پوځ اړتياوې پوره کړي.
کارپوهان باور لري چې انساننما روبوټونه په ښاري جګړو کې ځانګړې ګټې لرلی شي، ځکه ډېر عملياتي چاپېريالونه لکه زينې، دهلېزونه، زېرزمينۍ خونې او تنګې فضاوې د انسانانو د تګ راتګ لپاره طرحه شوي دي. خو ځينې متخصصان د دغو روبوټونو د لوړې بيې، تخنيکي پېچلتيا او د پراخ توليد د ستونزو په اړه شکونه لري.
ملاني سيسن ويلي چې د انسان په څېر روبوټونو جوړول يو پېچلی او ګران بهير دی، او د اوکراين د جګړې تجربې ښودلې چې ارزانه، چټک او د بدلون وړ سيستمونه په ډېرو مواردو کې اغېزمن تمام شوي دي.
راپور همدارنګه د جګړې ډګر ته د انساننما روبوټونو د داخلېدو په اړه اخلاقي اندېښنو ته اشاره کوي. تر ټولو مهمه اندېښنه د هغو حالاتو په اړه ده چې د انسانانو ژوند له خطر سره مخ وي او روبوټونه په کې خپله پرېکړه وکړي.
د شرکت اجرائيوي رئيس په دې اړه ويلي چې په ډېری پوځي کارونو کې به وروستۍ پرېکړه لا هم د انسان په لاس کې وي، خو په ځينو بېړنيو حالاتو کې کېدای شي روبوټونو ته د چټک غبرګون لپاره د بشپړ خودکار تصميم نيولو وړتياو ورکړل شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








