TOOSnews
اعلان
سلګونه پخوانیو امریکایي چارواکو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د لېږد پروسه دې کانګو ته ودرول شي.
نړۍټوس نیوز

سلګونه پخوانیو امریکایي چارواکو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د لېږد پروسه دې کانګو ته ودرول شي.

۱۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سلګونه پخواني پوځي او غیر پوځي چارواکو په يوه لیک کې د متحده ایالاتو ولسمشر،ډونالډ ټرامپ څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو له قطر څخه د کانګو جمهوریت ته د لېږد پلان ودروي.

شان ون‌دایور، د افغان کډوالو ملاتړ کوونکي بنسټ «افغان ایواک» مشر، د پنجشنبې په ورځ، د غویي ۱۷مه، اعلان وکړ چې دا لیک د ۶۰۰ پخوانیو امریکایي چارواکو او نږدې ۱۰۰ سازمانونو لخوا لاسلیک شوی دی.

د هغه په وینا، د دې لیک لاسلیک کوونکو د افغانستان کډوالو، په ځانګړې توګه د امریکا پخوانیو ځواکونو همکارانو، د داسې هېواد ته د لېږد په اړه چې امنیت یې نه وي باوري، خبرداری ورکړی دی. هغوی ټینګار کړی چې دا کسان باید داسې ځای ته ونه لېږدول شي چې د دوی امنیت او راتلونکی په خطر کې وي.

شان ون‌دایور زیاته کړې چې داسې څېرې لکه سټینلي مک‌کریسټال، د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو پخوانی قوماندان په افغانستان کې، او مایک مولن، د متحده ایالاتو د پوځ پخوانی مشر، هم دا لیک لاسلیک کړی دی.

مخکې له دې امریکایي رسنیو راپور ورکړی و چې د امریکا حکومت له قطر څخه د افغان کډوالو د کانګو جمهوریت ته د لېږد پلان د څېړنې په حال کې دی.

د راپورونو له مخې، د امریکا فدرالي حکومت د سختو مهاجرتي سیاستونو په چوکاټ کې، د دې کډوالو امریکا ته د لېږد مخه نیولې ده؛ دا کسان چې ډیری یې د امریکا د نظامي حضور په کلونو کې د دې هېواد ځواکونو سره همکاري کړې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.