TOOSnews
اعلان
ابراهيم رضايي: ايران: پاكستان د مذاكراتو لپاره د باور وړ منځګړى نه دى.
نړۍټوس نیوز

ابراهيم رضايي: ايران: پاكستان د مذاكراتو لپاره د باور وړ منځګړى نه دى.

۷ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکوال:سعید سمیر

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنیو چارو کمېټې ویاند، ابراهیم رضایي، ویلي چې پاکستان د مذاکراتو لپاره مناسب منځګړی نه ګڼل کېږي او د داسې رول د ترسره کولو لپاره لازم اعتبار نه لري.

رضایي ټینګار کړی چې د هر ډول مهمو او حساسو خبرو لپاره باید داسې هېوادونه وټاکل شي چې د دواړو لورو باور پرې وي او بې پرېتوب یې ثابت شوی وي. د هغه په وینا، د منځګړیتوب په برخه کې اعتبار او سیاسي توازن مهم شرطونه دي، چې پاکستان دا مهال دغه ځانګړتیاوې نه پوره کوي.

نوموړي د خپلو څرګندونو په دوام کې ویلي چې ایران تل د مستقیمو خبرو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د ستونزو د حل لپاره له ډیپلوماټیکو لارو کار واخلي.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.