TOOSnews
اعلان
ایران: افغان کډوال دې له بې اجازې غونډو څخه ډډه وکړي.
نړۍټوس نیوز

ایران: افغان کډوال دې له بې اجازې غونډو څخه ډډه وکړي.

۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو عمومي ادارې د یوې خبرتیا په خپرولو سره له هغو افغان کډوالو چې په ایران کې مېشت دي، غوښتي چې په هر ډول هغو غونډو،او راټولېدنو کې له ګډون څخه ډډه وکړي چې رسمي جواز نه لري.

په دې خبرتیا کې، چې د جمعې په ورځ د غبرګولي په ۲۲مه د یادې ادارې په ټیلیګرام چینل کې خپره شوې، ټینګار شوی چې د ایران د اسلامي جمهوریت د قوانینو له مخې، د اړوندو قانوني ادارو له اجازې پرته د هر ډول غونډې جوړول یا پکې ګډون کول ناقانونه ګڼل کېږي.

د خراسان رضوي د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو عمومي ادارې خبرداری ورکړی چې له بې‌اجازې راټولېدنو سره به قانوني چلند وشي. همداراز له افغان کډوالو غوښتل شوي چې خپل نظرونه او دریځونه د ایران د اسلامي جمهوریت د قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې څرګند کړي.

دا خبرتیا په داسې حال کې خپرېږي چې تر دې وړاندې یو شمېر افغانانو په تهران کې د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو او په هرات کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د چلند پر ضد لاریونونه او راټولېدنې کړې وې.

معترضین په تهران کې د ملګرو ملتونو د دفتر او همدارنګه د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت مخې ته راټول شوي وو او د «زده‌کړې، کار او ازادۍ» په ګډون د بېلابېلو شعارونو په ورکولو سره یې په افغانستان کې د ښځو او اعتراض کوونکو د حقونو د ملاتړ غوښتنه کوله.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.