د ایران د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه د بلجیم له ملي ټیم سره ۰–۰ مساوي کړه او خپل امتیازونو ته یې یو مهم امتیاز ورزیات کړ.
دا لوبه د «جي» ګروپ په چوکاټ کې د لاس انجلس په ښار کې ترسره شوه. د لوبې په جریان کې د بلجیم ټیم د توپ پر درلودو برلاسی و او پر ایران یې څو بریدونه وکړل، خو د ایران د دفاعي لیکې منظموالی او د دروازې د ساتونکي ښه لوبه د ګول وهنې د مخنیوي لامل شوه.
د ایران د دروازې ساتونکي علیرضا بیرانوند په دې لوبه کې اوه بریالي دفاع وې ترسره کړې او د میدان له غوره لوبغاړو څخه وبلل شو.
په دویمه نیمایي کې د بلجیم لوبغاړی ناتان انګوي د مستقیم سور کارت په ترلاسه کولو سره له میدان څخه وایستل شو. دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې هغه مهدي طارمي د دروازې له ساتونکي سره په یو په یو حالت کې ودرولو.
په دې لوبه کې مهدي طارمي د تیبو کورتوا دروازه خلاصه کړه، خو ګول د آفسایډ له امله مردود اعلان شو.
د دې نتیجې سره، دواړه ټیمونه ایران او بلجیم څلور امتیازي شول او لا یې هم حذفي پړاو ته د تلو چانسونه خوندي پاتې دي. د ایران ملي لوبډله به په خپله راتلونکې لوبه کې له مصر سره مخامخ شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








