TOOSnews
اعلان
د ایران ملي فوټبال لوبډله له درې پرله‌پسې مساوي لوبو له نړیوال جام څخه حذف شوه.
ورزشټوس نیوز

د ایران ملي فوټبال لوبډله له درې پرله‌پسې مساوي لوبو له نړیوال جام څخه حذف شوه.

۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام په اووم ګډون کې یو ځل بیا ونه توانېده چې له ګروپي پړاو څخه بل پړاو ته لار ومومي او د همدې پړاو له پای ته رسېدو سره له سیالیو څخه ووته.

ایران په G ګروپ کې له نیوزیلنډ، مصر او بلجیم سره یو ځای و او خپلې درې واړه لوبې یې مساوي پای ته ورسولې.

د ایران ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د نیوزیلنډ پر وړاندې په ۲-۲ مساوي پای ته ورسوله. دویمه لوبه یې د بلجیم پر وړاندې وه چې ۰-۰ مساوي پای ته ورسېده.

په درېیمه او وروستۍ ګروپي لوبه کې ایران د سیاتل په لوبغالي کې د مصر پر وړاندې ولوبېد. دا لوبه، سره له دې چې دواړو لورو ګڼ فرصتونه لرل او ډېره په زړه پورې وه، په پای کې ۱-۱ مساوي شوه.

ایران د ۳ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لا هم هیله لرله چې د غوره درېیم مقام لرونکو لوبډلو له ډلې د حذفي پړاو ته لار پیدا کړي، خو د صعود لپاره اړینې پایلې ترلاسه نه شوې.

د صعود د احتمالي سناریو له مخې، که غنا کرویشیا ته ماته ورکړې وای، یا ازبکستان د کانګو دیموکراټيک جمهوریت پر وړاندې نه وای بایللې، او یا هم الجزایر یا اتریش ګټلې وای، د ایران د صعود چانس به ژوندی پاتې شوی و.

خو کرویشیا غنا ته ۲-۱ ماته ورکړه، ازبکستان د کانګو دیموکراټیک جمهوریت پر وړاندې ۳-۱ ماته وخوړه، او د اتریش او الجزایر لوبه ۳-۳ مساوي پای ته ورسېده، چې له امله یې د ایران د صعود هیلې پای ته ورسېدې.

د ایران د ملي لوبډلې کپتان،مهدي طارمي، د مصر پر وړاندې له لوبې وروسته وویل چې د دوی لوبډله د صعود لپاره اړین بخت ونه درلود او ونه توانېده چې حذفي پړاو ته لار ومومي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.