ایران ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د امریکا له خوا وړاندې شوی د سولې وړاندیز ته یې خپل رسمي ځواب استولی دی. د ایران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې تهران دغه ځواب پاکستان ته سپارلی، ځکه اسلاماباد د دواړو لورو ترمنځ د منځګړي رول ترسره کوي.
د راپورونو له مخې، د سولې دغه وړاندیز د روان کړکېچ د کمولو او د مذاکراتو د بیا پيل په موخه وړاندې شوی و. ایراني چارواکو تر اوسه د خپل ځواب بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې د ایران دریځ د ملي ګټو او سیمهییز ثبات پر بنسټ چمتو شوی دی.
بلخوا، تر اوسه د امریکا له لوري د ایران د ځواب په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو سیاسي شنونکي وایي چې د پاکستان منځګړیتوب کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو لپاره لاره هواره کړي.
لیکوال:سعید سمیر








