یو پوځي ټکر چې له بېلابېلو سرچینو لخوا «جدي» بلل شوی، د ایران او امریکا ترمنځ د هرمز تنګي او د بندرعباس او قشم سمندرونو کې رامنځته شوی دی. دواړه لورو بل لوری د دې تناو د پیل کوونکي په توګه معرفي کړی او د پېښې جزییاتو په اړه مختلف روایتونه وړاندې کوي.
ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، ویلي چې درې امریکایي بېړۍ د هرمز له تنګي بریالۍ تېرې شوي دي او په دې عملیاتو کې یې د ایران توغندي او بې پیلوټه الوتکې تباه کړي دي. سره له دې ټکره، هغه ټینګار کړی چې دغه پېښه د اوربند سرغړونه نه ګڼي او لا هم له تهران سره د تړون د دوام په اړه هیله مند دی.
برعکس، ایران د امریکایي بېړیو پر لور د توغندیو د توغولو انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې دا اقدام د امریکا د ځواکونو د هڅې په ځواب کې ترسره شوی، ترڅو یو ایرانی تېل لیږدونکې بېړۍ توقیف کړي. د ایران چارواکو هم ویلي چې په دې عملیاتو کې امریکایي بېړۍ ته زیان رسېدلی دی.
هم مهاله، دواړه خواوې، او همدارنګه د قشم او بندرعباس یو شمېر اوسېدونکي، د فارس خلیج په دې سمندرونو کې د ځینو ځایونو هدف ګرځېدلو تایید کړی دی. سره له دې، تر اوسه پورې د زیان او احتمالي مرګ ژوبلې دقیق جزییات نه دي خپاره شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








