د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې تهران د واشنګټن له لوري د وړاندې شوې ۹ مادهییزې طرحې په ځواب کې خپله ۱۴ مادهییزه طرحه چمتو او د مذاکراتو لپاره یې امریکا ته لېږلې ده. د راپور له مخې، ایران په دې وړاندیز کې د لنډمهالي اوربند پر ځای د روانې جګړې پر بشپړ ختمېدو ټینګار کړی دی.
د تسنیم د معلوماتو له مخې، په دغه طرحه کې یو شمېر مهم شرایط شامل دي؛ لکه دا چې امریکا باید د بیا برید نه کولو څرګند تضمین ورکړي، له ایران سره نږدې سیمو څخه خپل ځواکونه وباسي، او هغه سمندري محاصره پای ته ورسوي چې د تهران پر وړاندې لګېدلې ده.
همدارنګه، ایران د خپلو کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو، پر دغه هېواد د لګول شوو بندیزونو د لرې کېدو او د لبنان په ګډون په ټولو اړخونو کې د جګړې د درولو غوښتنه هم کړې ده.
راپور زیاتوي چې تهران هڅه کوي د لنډمهالي حل پر ځای یوه داسې موافقه رامنځته کړي چې اوږدمهاله ثبات تضمین کړي.
لیکوال:سعید سمیر








