علي عبداللهي، د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه قوماندان، د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې اعلان وکړ چې د هر ډول بهرنیو وسلهوالو ځواکونو، په ځانګړې توګه د امریکا پوځ، هرمز تنګي ته نږدې کېدل یا ننوتل به له نظامي غبرګون سره مخ شي.
د ایران صدا او سیما د راپور له مخې، هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې ټولې تجارتي بېړۍ او تېل وړونکې کښتۍ باید پرته له دې چې په سیمه کې مېشتو وسلهوالو ځواکونو سره همغږي پرته ډډه وکړي ترڅو د دوی امنیت ته خطر پېښ نه شي.
د خاتمالانبیا قرارګاه قوماندان د دې اوبو لارې د اوسني وضعیت په اړه وویل چې د هرمز تنګې مدیریت او امنیت د ایران وسلهوالو ځواکونو په لاس کې دی، او یوازې د دوی د همغږۍ په صورت کې به خوندي تګ راتګ ممکن وي.
هغه همدارنګه څرګنده کړه چې د امریکا له خوا د موجوده شرایطو د بدلولو هر ډول نظامي اقدام کولی شي وضعیت نور هم پېچلی کړي او د دې سیمې بېړۍ ته خطر زیات کړي.
په همدې حال کې، ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې امریکا به له نن څخه د هغو کښتيو د تېرېدو لپاره اقدام وکړي چې په هرمز تنګي کې بندې پاتې دي. د هغه په وینا، دا کښتۍ په هغو هېوادونو پورې اړه لري چې په سیمهییزو شخړو کې ښکېل نه دي او یوازې د شرایطو له اغېزې لاندې پاتې شوي دي.
ټرمپ دا اقدام د «د ازادۍ پروژه» په نوم یاد کړی او هغه یې د متحده ایالاتو، د منځني ختیځ هېوادونو او په ځانګړې توګه د ایران له خوا یوه بشر دوستانه هڅه بللې ده.
د امریکا او اسرائیل له ایران سره د شخړې د پېلېدو له امله، په زرګونو کښتۍ په هرمز تنګي کې بندې پاتې شوي دي او دا سټراټیژیکه لار په عملي ډول تړل شوې ده. ایران خبرداری ورکړی چې هر ډول تېرېدل پرته له همغږۍ، ممکن د نظامي غبرګون سبب شي.
د هرمز تنګې د تړلي پاتې کېدو دوام، چې شاوخوا ۲۰ سلنه د نړۍ د تېلو او ګاز لېږد له دې لارې کېږي، په نړیوالو بازارونو کې د انرژۍ بیې په پراخه کچه لوړې کړي، او په بېلابېلو هېوادونو کې یې د انرژۍ د بحران د پېښېدو اندېښنې پیدا کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








