TOOSnews
اعلان
د ایران د بهرنیو چارو وزیر؛ د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه‌لیک به په راتلونکو ورځو کې لاسلیک شي.
نړۍټوس نیوز

د ایران د بهرنیو چارو وزیر؛ د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه‌لیک به په راتلونکو ورځو کې لاسلیک شي.

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي د جمعې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د امریکا او ایران د مذاکره کوونکو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هوکړې وروستیو پړاوونو ته نږدې شوي دي، او احتمال شته چې دا هوکړه لیک په راتلونکو ورځو کې د اروپا په یوه هېواد کې لاسلیک شي.

د دغه چارواکي په وینا، په وړاندیز شوې هوکړه کې دا ژمنه شامله ده چې ایران به د اټومي وسلو د پراختیا یا ترلاسه کولو هڅه نه کوي، د هرمز تنګی به بیا پرانستل شي، او د امریکا له لوري ځینې لګول شوي محدودیتونه به راکم شي.

دغه امریکایي چارواکي ټینګار کړی چې د ایران کنګل شوې شتمنۍ آزادول او د اقتصادي امتیازاونو ترلاسه کول به د تهران د ژمنو د پوره کولو په کچې پورې تړلي وي. هغه ویلي: «که ایران خپلې ژمنې عملي کړي، نو له دې هوکړې به ګټه واخلي، خو که وفاداري ونه کړي، هېڅ امتیاز به ترلاسه نه کړي.»

د هغه په وینا، ایران د هوکړې د مسودې په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کړي او د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي د کنټرول په برخه کې یې محدود امتیازونه ورکړي دي.

دغه چارواکي زیاته کړې چې لا هم د تفاهم‌لیک د لاسلیک دقیق ځای نه دی ټاکل شوی، خو تمه کېږي چې دا سند به په راتلونکو ورځو کې په اروپا کې لاسلیک شي. له لاسلیک وروسته به د ۶۰ ورځو یوه تخنیکي دوره پیل شي چې پکې به د عملي کولو جزئیات وڅېړل شي.

هغه همدارنګه ویلي چې د هوکړې مفاد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اصلي اهدافو سره سمون لري او کولی شي د یوې مطلوبې پایلې زمینه برابره کړي.

د راپور له مخې، د ایران اټومي پروګرام به ختم شي او په دغه هېواد کې موجود بډایه شوي یورانیم به له منځه یوړل شي او له ایران څخه به وایستل شي. ګومان کېږي چې ایران اوس مهال شاوخوا ۹۰۰ پونډه بډایه شوي یورانیم لري.

دغه امریکایي چارواکي همدارنګه ویلي چې که ایران خپلې ژمنې په بشپړ ډول عملي کړي، نو د اقتصادي فشارونو د کمولو، د کنګل شویو شتمنیو د یوې برخې آزادولو او د ځینو بندیزونو د کمولو زمینه به برابره شي. خو هغه ټینګار کړی تر هغه چې ایران خپلې ژمنې عملي نه کړي، هېڅ اقتصادي امتیاز به ترلاسه نه کړي.

هغه زیاته کړې چې د ایران د اټومي موادو، په ځانګړي ډول یورانیمو د غنا، اړوند تخنیکي جزئیات به ځانګړو او اوږدو خبرو ته اړتیا ولري او دا موضوع به د راتلونکو خبرو په پړاو کې وڅېړل شي.

دغه چارواکي دا هم ویلي چې د اټومي پروګرام له منځه وړل، د اټومي تاسیساتو تړل او د هوکړې د بشپړ تطبیق څرنګوالی د راتلونکو تخنیکي مذاکراتو له مهمو موضوعاتو څخه دي.

په همدې حال کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي چې امکان شته چې د تهران او واشنګټن ترمنځ هوکړه لیک په راتلونکو ورځو کې لاسلیک شي. هغه ویلي چې د دې سند لاسلیک به د وروستیو مذاکراتو له بشپړېدو وروسته په ډیجیټلي بڼه او له لرې واټن څخه ترسره شي.

په ورته وخت کې، د مجتبی خامنه‌ای نظامي سلاکار محسن رضایي ادعا کړې چې ډونالډ ټرمپ د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ۲۴ میلیارده ډالرو د آزادولو سره موافقه کړې، خو دا موضوع به په رسمي ډول نه اعلانوي.

د امریکا رسمي چارواکو تر اوسه د محسن رضایي د څرګندونو په اړه علني غبرګون نه دی ښودلی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.