TOOSnews
اعلان
سپاه پاسداران: ټرمپ له سخت انتخاب سره مخ دى، جګړه كه تړون؟
نړۍټوس نیوز

سپاه پاسداران: ټرمپ له سخت انتخاب سره مخ دى، جګړه كه تړون؟

۱۴ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د سپاه پاسداران ځواک ویلي، وروستي نړیوال بدلونونه ښيي چې د امریکا لپاره د پرېکړې ساحه محدوده شوې ده. د دوی په وینا، د چین، روسیې او اروپايي هېوادونو په دریځ کې بدلون او د تهران د غوښتنو منل دا څرګندوي چې واشنګټن تر زیات فشار لاندې دی.

د سپاه پاسداران د اطلاعاتو څانګې په یوه پيغام کې ټینګار کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوس له دوه سختو انتخابونو سره مخ دی: یا به هغه پوځي اقدام ته مخه کړي چې د دوی په وینا عملي کېدل یې ناشوني دي، او یا به له ایران سره داسې یوې هوکړې ته غاړه کېږدي چې ورته د منلو وړ نه ده.

په همدې حال کې ایران ادعا کړې، چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ته یې د محاصرې اړوند یو ټاکلی ضرب‌الاجل ورکړی دی. بلخوا راپورونه ښيي، چې ټرمپ کانګرس ته په یوه لیک کې د خپلې دفاعي ستراتیژۍ وضاحت کړی دی.

ایراني چارواکي باور لري، چې د سیاسي او پوځي پرمختګونو ټولې نښې دا څرګندوي چې امریکا ورو ورو دې ته اړ کېږي چې د تهران شرایط ومني.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.