د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لهخوا د دغه هېواد په خاوره کې پر ځینو هدفونو شوي بریدونه وغندل او دا یې «وحشیانه» او د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهملیک څخه ښکاره سرغړونه وبلله.
دې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې وضعیت د پایلو بشپړ مسؤلیت د امریکا او ټولو هغو لورو پر غاړه دی چې په هر ډول یې د امریکا له دې تېریګرو اقداماتو سره همکاري یا ملګرتیا کړې وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې د امریکا بریدونو د هېواد په جنوب کې د ساحلي څارنې تاسیسات په نښه کړي دي. په اعلامیه کې راغلي چې اسلامي جمهوریت په ځواب کې په سیمه کې د امریکايي ځواکونو اړوند هدفونه په نښه کړي، خو د دغو بریدونو دقیق ځایونه یې نه دي څرګند کړي.
د اعلامیې په دوام کې، تهران د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د ښه ګاونډیتوب اصل ته درناوی وکړي او اجازه ورنه کړي چې د هغوی له خاورې څخه پر ایران د بریدونو لپاره کار واخیستل شي.
بل لور ته، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی چې د جمعې شپې ناوخته، د چنګاښ په شپږمه، د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکې یوې سوداګریزې بېړۍ د تېرې ورځې د برید په غبرګون کې یې په ایران کې ځینې هدفونه تر برید لاندې راوستي دي.
له بلې خوا، د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران هم ویلي چې د دې ځواک سمندري څانګې د هغه څه په ځواب کې چې «د امریکا تېری او د ژمنې ماتونه» یې بللې، په سیمه کې د امریکا د پوځ د ځواکونو پر استوګنځایونو بریدونه کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








