د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ بېړۍ د دغه ځواک له اجازې وروسته د هرمز له تنګي تېرې شوي دي.
د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د عامه اړیکو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو بېړیو کې د تېلو لېږدوونکې، کانتینر وړونکې او نورې سوداګریزې بېړۍ شاملې وې.
سپاه پاسداران ویلي، چې د هرمز تنګي «هوښیار کنټرول» په بشپړ ځواک روان دی او خبرداری یې ورکړی، چې هر ډول تېري ته به «سخت او پرېکوونکی» ځواب ورکړي.
هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او سوداګریزو لېږدونو له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د سیمې د کړکېچونو پر مهال یې امنیت او تګ راتګ تل د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.
لیکوال:سعید سمیر








