TOOSnews
اعلان
اسرائیل د حماس د یوه قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړ.
نړۍټوس نیوز

اسرائیل د حماس د یوه قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړ.

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اسرائیلو پوځ وایي چې ادهم ابراهیم شعبان نسمان، د حماس له قوماندانانو څخه یو، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې په برید او د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو په ساتلو کې یې ونډه لرله، له منځه وړی دی.

د اسرائیلو پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ادهم ابراهیم د شاباک (د اسرائیلو د کورني استخباراتو ادارې) په همکارۍ د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) د غزې ښار دننه وژل شوی دی.

د اسرائیلو پوځ ویلي چې نسمان په وروستیو کلونو کې د «نخبه کنډک قوماندان» په توګه دنده ترسره کوله او د اکتوبر د اوومې په برید کې یې د غزې ښار له لوا څخه د اسرائیلو خاورې ته د یرغل قومانده او رهبري کوله.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نسمان د جګړې په جریان کې د حماس له خوا د ګڼ شمېر اسرائیلي یرغمل شویو کسانو په ساتلو کې هم برخه لرله.

اسرائیل وایي چې په غزه کې د نږدې درې کلنې جګړې په ترڅ کې یې د حماس د مشرتابه ډېری غړي او لوړپوړي پوځي قوماندانان له منځه وړي دي. خو حماس لا هم په غزه کې حضور او فعالیت لري.

د حماس بې وسلې کول او د هغه اضطراري کمېټې منحل کول چې د غزې د ادارې لپاره یې جوړه کړې وه، د قاهرې د سولې د هوکړې یوه برخه وه. خو دا اوونۍ خلیل الحیه د حماس د نوي مشر په توګه وټاکل شو، چې ښيي دا ډله د خپلو فعالیتونو د دوام او بیا رغونې لپاره پلان لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.