هممهاله له دې سره چې د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې یادښت وروستي پړاو ته رسېدلی، د اسراییلو لوړپوړو چارواکو د سیمې په ځینو برخو کې د خپل پوځي حضور پر دوام ټینګار کړی دی. د اسراییلو د دفاع وزیر ویلي چې د دې هېواد ځواکونه به په لبنان، سوریه او غزه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
یسرائیل کاتس، د اسراییلو د دفاع وزیر، ویلي چې دا دریځ د بنیامین نتانیاهو، د اسراییلو لومړي وزیر، له خوا په څرګنده توګه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو لوړپوړو امریکایي چارواکو سره شریک شوی دی.
کاتس همدارنګه ویلي چې که ایران پر اسراییلو هر ډول برید وکړي، نو متقابل غبرګون به وشي. هغه ټینګار کړی چې د اسراییلو د امنیتي پالیسۍ پرېکړې د روانو پرمختګونو څخه خپلواکې دي.
په همدې حال کې، ایتامار بن ګویر، د اسراییلو د ملي امنیت وزیر، اعلان کړی چې هېواد یې د امریکا او ایران د هوکړې برخه نه دی. هغه زیاته کړې چې اسراییل باید له هغه څه لږ ته هم غاړه کېنږدي چې د حزبالله بشپړ له منځه وړل نه وي.
د اسراییلي چارواکو دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د لبنان د حزبالله پر پوځي مواضعو د بریدونو درول د هغو مواردو له ډلې ګڼل شوي چې ایران یې له امریکا سره د تفاهم په چوکاټ کې غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې، راپورونه ښيي چې اسراییل تېره ورځ په بیروت کې ځینې سیمې، او نن یې بیا د لبنان د جنوب په النبطیه الفوقا سیمه کې د تبنین کلي هدف ګرځولي دي.
دا تحولات په داسې شرایطو کې رامنځته کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د هومړې وروستی کېدل د سیمې او نړۍ په کچه له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوي او لا هم د سیاسي او امنیتي څارونکو پام ځان ته اړوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








