اسرائیلي دفاع وزیر یسرائیل کاتس وایي چې د دغه هېواد پوځ د لبنان په جنوب کې تاریخي او ستراتیژیکه «بوفوت» کلا نیولې او د اسرائیل بیرغ یې پرې رپولی دی.
د اسرائیل دفاع وزیر یکشنبې، د غبرګولي ۱۰مه ویلي چې د دغه هېواد پوځ د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د ده په امر خپل ځمکني عملیات په لبنان کې پراخ کړي، لیتاني سیند څخه اوښتی او د بوفورت غرونه او بوفورت کلا یې نیولي دي.
هغه زیاته کړې چې دا سیمه د الجلیل ښارګوټو د دفاع او د اسرائیلي ځواکونو د امنیت د ساتنې لپاره له مهمو ستراتیژیکو ځایونو څخه شمېرل کېږي.
د اسرائیل دفاع وزیر ادعا کړې چې د ۱۹۸۲ کال د اسرائیل ـ لبنان د لوکړۍ جګړې څخه ۴۴ کلونه وروسته، د دغه هېواد ځواکونه یو ځل بیا بوفورت کلا ته ورګرځېدلي دي.
اسرائیلي پوځ په داسې حال کې د لبنان په سوېل کې خپل ځمکني بریدونه پراخ کړي چې له لبناني حکومت سره د اوربند په حالت کې دی، او ټاکل شوې ده چې د امریکا په منځګړیتوب د دواړو لورو د خبرو اترو راتلونکی پړاو په راتلونکو ورځو کې ترسره شي.
بوفورت کلا، چې ځايي خلک یې د «قلعه الشقیف» په نوم هم یادوي، یوه تاریخي او ستراتیژیکه کلا ده چې د لبنان پر سوېلي سیمو او د اسرائیل پر شمالي برخو پراخ لید لري. دغه کلا د لبنان ـ اسرائیل د لومړۍ جګړې پر مهال هم له مهمو ستراتیژیکو مرکزونو څخه وه.
د دې کلا د جوړېدو تاریخ تر میلادي دولسمې پېړۍ پورې رسېږي، او د خپل مهم ستراتیژیک موقعیت له امله اوس هم د لبنان د سوېلي سیمو د کنټرول لپاره ځانګړی اهمیت لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








