په پښتونخوا کې د ښځو حقونو فعاله جمایمه اپریدي وایي، چې چادري (بورقه) د پښتنو او افغان ښځو د تاریخي او فرهنګي هویت استازیتوب نه کوي، بلکې د هغې په وینا د ترهګرۍ، افراطیت او بهرنیو تحمیل شویو سیاستونو پایله ده.
هغې په اېکس ټولنیزه رسنۍ کې په خپاره کړي پیغام کې لیکلي، چې د نسلونو او کلونو په اوږدو کې پښتنې او افغان ښځې د چادرۍ له مخې نه پېژندل کېدې، خو اوس د نړۍ په ذهن کې د هغوی په اړه رامنځته شوی انځور له واقعیت سره سمون نه لري.
اغلې اپریدي ټینګار کړی، چې ښځې تل د ظلم او محدودیتونو تر ټولو دروند بار پر اوږو وړي او بورقه باید د دوی د اصلي هویت پر ځای د هغو شرایطو د محصول په توګه وکتل شي چې پرې تحمیل شوي دي.
هغې همداراز د ټولنیزو رسنیو پر اغېزناکو څېرو نیوکه کړې، چې د هغې په خبره د څو خوښونو (لایکونو) د ترلاسه کولو او مشهورېدو لپاره د لنډ مهال لپاره بورقه اغوندي او هغه د ستاینې وړ سمبول په توګه انځوروي.
د نوموړې په وینا، هغه کسان چې یوازې د لنډ وخت لپاره بورقه اغوندي، هېڅکله نه شي درک کولای چې په دې جامه کې د اوږدې مودې ژوند او له محدودیتونو سره مخامخ کېدل څه معنا لري.
لیکوال:سعید سمیر








