د هېواد وتلی خبریال، لیکوال او فرهنګي شخصیت ګران عالم کبیري په کابل کې د سرطان ناروغۍ له امله له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد کبیري له تېرو څو میاشتو راهیسې پر بستر و او له سرطان ناروغۍ سره تر اوږدې مبارزې وروسته یې ساه ورکړه.
نوموړي د افغانستان په بېلابېلو کورنیو رسنیو کې د خبریال، لیکوال او فرهنګي فعال په توګه کلونه خدمت وکړ. هغه د خپل ښه اخلاق، مسلکي ژمنتیا او اغېزناکو لیکنو له امله د رسنیو او فرهنګي ټولنې له درناوي برخمن و.
د ګران عالم کبیري مړینې د خبریالانو، فرهنګيانو او د رسنیو د ټولنې ترمنځ د خواشینۍ څپه خپره کړې ده. د نوموړي همکارانو او مینهوالو د هغه مړینه د هېواد د رسنیو او فرهنګي ډګر لپاره ستره ضایعه بللې ده.
لیکوال:سعید سمیر








