TOOSnews
اعلان
قزاقستان:د طالبانو نوم د ترهګرو له نوملړ څخه ایستل د هغوی د په رسميت پېژندنلو په معنا نه دی.
نړۍټوس نیوز

قزاقستان:د طالبانو نوم د ترهګرو له نوملړ څخه ایستل د هغوی د په رسميت پېژندنلو په معنا نه دی.

۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

یرکین توکوموف، د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي، ویلي چې د طالبانو نوم د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه ایستل د دې معنا نه لري چې د طالبانو اداره په رسمیت پېژندل شوې ده. هغه ټینګار کړی چې قزاقستان لا هم د «له رسمي پېژندنې پرته تعامل» تګلاره تعقیبوي.

د کازانفورم خبري اژانس د راپور له مخې، دغه قزاق چارواکي ویلي چې هېواد یې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو سره سم عمل کوي او خپل دریځ د نړیوالو چوکاټونو سره همغږی ساتي.

دغه لوړپوړي دیپلوماټ د افغانستان د پېچلي اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه ویلي چې د تېرو کلونو تجربې ښيي هر ډول اقتصادي، بشري یا بنسټیزه تشه کولای شي په دغه هېواد کې د لا پراخو بحرانونو لامل شي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې افغانستان سره مرسته کول د سیمه‌ییز امنیت په ټینګښت کې مهم رول لري او د پولې هاخوا ګواښونو د پراختیا مخه نیسي.

د هغه په وینا، افغانستان په قانوني اقتصادي بهیرونو کې ادغام د نشه‌یي توکو د قاچاق، غیرقانوني کډوالۍ او ترهګریزو ګواښونو پر ضد د مبارزې یوازینۍ اغېزمنه لاره ده.

قزاقستان په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو نوم د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه لرې کړ، خو لا هم له دې ډلې سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې د ځانګړو چوکاټونو په ترڅ کې پر مخ وړي.

په همدې حال کې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومان‌ګارین په خپل وروستي سفر کې کابل ته د طالبانو د ادارې له یو شمېر چارواکو لکه محمدحسن اخوند، سراج‌الدین حقاني او نورالدین عزیزي سره لیدلي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې خبرې کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.