TOOSnews
اعلان
خالده پوپل د نړۍ د فوټبال د مشهورو څېرو ترڅنګ وشمېرل شوه.
ورزشټوس نیوز

خالده پوپل د نړۍ د فوټبال د مشهورو څېرو ترڅنګ وشمېرل شوه.

۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ملګرو ملتونو، د افغانستان د ښځو فوټبال پخوانۍ لوبغاړې خالده پوپل، د نړۍ د فوټبال له ۱۵ پېژندل شويو څېرو سره یو ځای د «موخو لپاره د فوټبال اتلانو» په توګه معرفي کړې ده.

دې سازمان ویلي، چې ټاکل شوې لوبغاړي او روزونکي به د غیر رسمي سفیرانو په توګه د پایښت، جنسیتي برابرۍ او بشري حقونو د ودې لپاره کار وکړي.

په معرفي شویو څېرو کې د ریال مادرید د فوټبال لوبډلې روزونکی کارلو آنچلوتي، د انټر میلان کلب مشر خاویر زانتي، اني الوکو او خالده پوپل شامل دي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې فوټبال د نړۍ تر ټولو محبوب او لاسرسي وړ ورزش په توګه کولی شي د نړیوالو ستونزو په اړه د پوهاوي لوړولو او د بېلابېلو ټولنو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

خالده پوپل د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې له بنسټګرو څخه ګڼل کېږي او کلونه یې د افغان ښځو د ورزش او حضور لپاره هڅې کړي دي.

هغې، چې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ کپټانه وه، په ۲۰۱۶ کال کې یې افغانستان پرېښود او اوس په ډنمارک کې ژوند کوي.

اغلې پوپل په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له افغانستانه د ښځینه فوټبالرانو او د هغوی د کورنیو د غړو د ایستلو په بهیر کې هم رول درلود.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.