TOOSnews
اعلان
کویټ د ایران د سفارت دوه کارکوونکي نامطلوب اعلان کړل او د وتلو امر یې ورکړ.
نړۍټوس نیوز

کویټ د ایران د سفارت دوه کارکوونکي نامطلوب اعلان کړل او د وتلو امر یې ورکړ.

۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کویټ د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بریدونو په غبرګون کې د ایران د سفارت دوه کارکوونکي «نامطلوب عناصر» اعلان کړي او غوښتنه یې کړې چې هغوی دې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې له کویټه ووځي.

د دې وزارت له‌خوا چهارشنبې،د غبرګولي۱۳مه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، حامد حمید یعقوبي‌فر، د ایران د سفارت شارژدافیر احضار کړی او د ایران د پرله‌پسې بریدونو په تړاو یې د اعتراض رسمي یاددښت ورته سپارلی دی.

د کویټ د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د ایران د سفارت د کارکوونکو د شمېر د کمولو پرېکړه هم شوې او د ایران د ډیپلوماټیک پلاوي د دوو غړو د «نامطلوبو عناصرو» په توګه اعلانولو پرېکړه د سفارت شارژدافیر ته هم ابلاغ شوې ده.

د ایران سپاه پاسداران د چهار شنبې ورځ سهار وختي د امریکا له‌خوا په هرمز تنګي کې پر یوه ایراني تېل‌وړونکې بېړۍ او د قشم ټاپو پر یوه مخابراتي برج د بریدونو په ځواب کې، په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو پنځمه بېړۍ او ځینې هدفونه په کویټ کې تر برید لاندې راوستي دي.

د کویټ حکومت ویلي چې د دغو بریدونو په پایله کې ملکي تأسیسات، د کویټ نړیوال هوايي ډګر په ګډون، په نښه شوي او لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی او ۶۳ نور ټپیان شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.