د هرات عیني شاهدان وایي چې طالبانو د لاریونونو د مخنیوي لپاره د پوځي ځواکونو ترڅنګ خپل یو شمېر پټ مامورین هم د ښار په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای کړي دي. د یوه شاهد په وینا، په هره کوڅه او سړک کې شکمن شخصي موټرونه لیدل کېږي چې په کې ملکي جامې اغوستي کسان ناست دي او د ښار وضعیت څاري.
تر دې وړاندې ځايي سرچینو راپور ورکړی و چې په هرات کې د ښځو د نیولو پر ضد د لاریونونو د ترسره کېدو د عامو غوښتنو له خپرېدو وروسته، طالب ځواکونو د ځانګړو قطعاتو، درنو وسلو او زرهوالو موټرو په ګډون د پنجشنبې له ماښام راهیسې د ښار په مهمو او ستراتیژیکو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
د دغو سرچینو په وینا، د ولایت مقام پر لور تلونکې لارې، د معارف څلورلارې، د ورزشي لوبغالي شاوخوا سیمې او د محبس سړک د جمعې په ورځ د خلکو پر مخ تړل شوي وو.
په همدې حال کې، د فرانسې خبري اژانس خبریال په هرات کې د امنیتي تدابیرو د سختېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې وسلهوال پولیس د موټرسایکلونو په وسیله د ښار په کچه ګزمې کوي او د طالبانو استخباراتي ځواکونه هم په امنیتي پوستو کې ځای پر ځای شوي دي.
په هرات کې یوه ښوونکي فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د دغو امنیتي تدابیرو له امله د خلکو محدود تګ راتګ هم ستونزمن شوی او د ښار فضا تر سخت فشار لاندې ده.
د هرات یوه ۲۷ کلن اوسېدونکي هم ویلي چې په ښار کې د وسلهوالو ځواکونو پراخ حضور د اندېښنې فضا رامنځته کړې او وضعیت یې «وېروونکی» بللی دی.
همداراز، یوې ۳۳ کلنې ښځې ویلي چې امنیتي ځواکونه د خلکو ګرځنده ټیلیفونونه هم پلټي. هغې زیاته کړې چې د همدې وضعیت له امله د لاریونونو د تنظیم او راټولېدو امکانات له منځه تللي دي.
بلخوا، ځايي سرچینو تر دې وړاندې ویلي وو چې طالب ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د هرات د یو شمېر ښوونځیو د ښوونکو ګرځنده ټیلیفونونه پلټلي او درې ښوونکي یې له ځان سره بیولي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








