TOOSnews
اعلان
معنوي: طالبان دې د «عفوې» پر ځاى د خپلو كړنو حساب وركړي.
افغانستانټوس نیوز

معنوي: طالبان دې د «عفوې» پر ځاى د خپلو كړنو حساب وركړي.

۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د جمهوري نظام د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي د طالبانو د مشر د اختریز پیغام په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان روان بحران یوازې د «عمومي عفوې» په اعلان نه حل کېږي، بلکې طالبان باید د هېواد د ورانولو، ډله‌ییزو وژنو او د خلکو د ازادیو د محدودولو په اړه حساب ورکړي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په خپل اختریز پیغام کې یو ځل بیا د دې ډلې مخالفانو ته بلنه ورکړه، څو د «عمومي عفوې» له فرصته په استفادې افغانستان ته بېرته ستانه شي.

سره له دې چې طالبانو په تېرو کلونو کې څو ځله خپلو سیاسي مخالفانو او پخوانیو چارواکو ته د بېرته راستنېدو بلنه ورکړې، خو تر اوسه هېڅ مشهور سیاسي شخصیت د دوی غوښتنه نه ده منلې.

فضل احمد معنوي په خپلې اېکس‌پاڼه کې لیکلي، چې اصلي پوښتنه دا ده چې «نن څوک د چا د عفوې صلاحیت لري؟» هغه ویلي: «حق له کوم لوري سره و او ظلم د چا له خوا د دې خاورې پر خلکو وتپل شو؟ چا د زرګونو بې‌ګناه انسانانو وینې تویې کړې او هېواد یې د فقر، بحران او ورانۍ پر لور سوق کړ؟»

هغه زیاته کړې، چې د شریعت تر نوم لاندې په افغانستان کې د وېرې، جبر او انحصار فضا حاکمه شوې او اوس خلک دا پوښتنه کوي چې په حقیقت کې څوک باید بل څوک وبښي.

د عدلیې پخواني وزیر د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خلکو د پراخې کډوالۍ موضوع ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې هجرت د ظلم، بې‌عدالتۍ او اقتصادي ستونزو له امله رامنځته کېږي، نه د کفر له امله. د هغه په وینا، زرګونه افغانان اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، لا ډېر خلک به د مهاجرت لاره خپله کړي.

معنوي ویلي، طالبان باید له ځانه وپوښتي چې ولې ګڼ شمېر افغانان، له ټولو سختیو سره سره، په ایران او پاکستان کې ژوند د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ترجیح ورکوي.

هغه د طالبانو له مشر غوښتي، که پر عادلانه قضاوت باور لري، نو اجازه دې ورکړي چې یوه خپلواکه او بې‌طرفه اداره د خلکو د نظرونو په اړه رڼه ټول‌پوښتنه ترسره کړي، څو د اوسني نظام پر وړاندې د خلکو د رضایت او مخالفت اصلي کچه څرګنده شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان ستونزه یوازې د یوې «بښنې» په اعلان او د خلکو د بیعت غوښتلو له لارې نه حل کېږي، ځکه د هېواد خلک ژور ټپونه، ترخې خاطرې او لویې غوښتنې لري چې یوازې په شعارونو او اعلامیو پای ته نه رسېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.