TOOSnews
اعلان
ماركو روبيو: اوس مهال هېڅ افغان كډوال ته امريكا ته د ننوتلو اجازه نه وركول كېږي.
نړۍټوس نیوز

ماركو روبيو: اوس مهال هېڅ افغان كډوال ته امريكا ته د ننوتلو اجازه نه وركول كېږي.

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې په اوسنیو شرایطو کې هېڅ افغان کډوال ته امریکا ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي او د قطر په السیلیه کمپ کې مېشت افغانان به په نورو خوندي هېوادونو کې ځای پر ځای شي.

روبیو دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې د سناتور کریس کونز د پوښتنې په ځواب کې وکړې. کونز د قطر په السیلیه کمپ کې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې شاوخوا ۱۱۰۰ پخواني افغان همکاران، ۴۰۰ ماشومان او د امریکايي پوځیانو د کورنیو ۱۵۰ غړي لا هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

هغه خبرداری ورکړ چې دغه کسان ښايي بېرته افغانستان ته واستول شي یا هغو هېوادونو ته ولېږدول شي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

کونز له روبیو وغوښتل چې د دغو کسانو، په ځانګړي ډول د امریکايي پوځیانو د کورنیو غړو، امریکا ته د لېږد لپاره له کانګرس سره همکاري وکړي، خو روبیو وویل چې دا ډول ژمنه نه شي کولی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د تېر کال پر ملي ګارډ د برید له پېښې وروسته یو اجراییوي فرمان صادر شوی او له همدې امله اوس مهال هېڅ افغان امریکا ته نه شي داخلېدای.

هغه وویل، واشنګټن له څو هېوادونو سره د افغان کډوالو د منلو په اړه خبرې کړي دي، خو تر اوسه هېڅ هېواد د دغو ټولو کډوالو د منلو چمتووالی نه دی ښودلی.

روبیو کریس کونز ته ډاډ ورکړ چې د دغو افغانانو لپاره د مناسبو ځایونو د موندلو په برخه کې به ورسره همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې د تېر کال په نومبر کې په واشنګټن کې پر امریکايي ځواکونو له برید وروسته د ډونالډ ټرمپ ادارې امریکا ته د افغانانو د سفر او منلو محدودیتونه نور هم سخت کړل. وروسته ټرمپ د یوه اجراییوي فرمان له لارې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر ننوتلو امریکا ته د بندیز ولګاوه.

په ورته وخت کې، امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره د داسې طرحې ارزونه کوي چې له مخې یې په قطر کې مېشت یو شمېر افغان کډوال بل هېواد ته ولېږدول شي. دغه طرحه له پراخو نیوکو سره مخ شوې او د امریکا له ۶۰۰ څخه زیاتو پخوانیو ملکي او پوځي چارواکو له مارکو روبیو غوښتي چې له دې پرېکړې تېر شي.

بلخوا کریس کونز د امریکا پر اوسنیو محدودوونکو کډوالۍ تګلارو نیوکه وکړه او ویې ویل چې هغه کډوال چې د قانوني پروګرامونو له لارې امریکا ته داخل شوي، له سختو امنیتي ارزونو تېر شوي او د امریکا په پرمختګ او وده کې یې مهمه ونډه لرلې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.