TOOSnews
اعلان
مراکش د نړۍ  د تر ټولو لوی فوټبال لوبغالي جوړولو په درشل کې دی.
ورزشټوس نیوز

مراکش د نړۍ د تر ټولو لوی فوټبال لوبغالي جوړولو په درشل کې دی.

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

مراکش د نړۍ له سترو ورزشي پروژو څخه یوه په لاره اچوي؛ یو داسې لوبغالی چې د ۱۱۵ زره کسانو د ځایېدو ظرفیت لري او له بشپړېدو وروسته به د نړۍ د تر ټولو لویو فوټبال لوبغالو په کتار کې راشي.

دا لوبغالی چې د «ګراند استاد دو کازابلانکا» په نوم یادیږي، د کازابلانکا په ښار کې به جوړ شي. د دې پروژې هدف د ورزشي زیربناوو پراختیا او د لویو نړیوالو سیالیو او پېښو د کوربه‌توب وړتیا لوړول بلل شوی دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د دې پروژې لګښت شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالر اټکل شوی دی. دا لویه پانګونه د مراکش د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي په نړیواله کچه د فوټبال او ورزش په ډګر کې خپل دریځ پیاوړی کړي.

د مراکش چارواکي هیله لري چې د دې لوبغالي په بشپړېدو سره به د مهمو قاره‌یي او نړیوالو سیالیو د کوربه‌توب زمینه لا پراخه شي او هېواد به د سیمې او نړۍ په کچه د ورزشي سترو پېښو د ترسره کولو له مهمو مرکزونو څخه شي.

کارپوهان باور لري چې د داسې لویو پروژو جوړول نه یوازې ورزش ته وده ورکوي، بلکې د ګرځندوی، پانګونې او د کارموندنې په برخو کې هم د پام وړ اغېز لرلی شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.